افغانستان

د داعش په وړاندې د طالبانو پر کړنو د همګټو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز د رییس نیوکه

د ترهګرۍ پر وړاندې د همګټو هېوادونو د مبارزې د مرکز مشر وایي چې طالبان په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

یوګیني سیسویف د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ټینګار وکړ چې که څه هم طالبانو د داعش پر وړاندې د نه منلو وړ جګړه اعلان کړې، خو په افغانستان کې یې د دې ډلې د مخ پر ودې نفوذ مخه نه ده نیولې. د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د داعش فعاليتونه، د پولې هاخوا د جرمونو وده او نورې ننګونې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د مستقيمو ګواښونو بنسټ دى.

په همدې حال کې طالبانو په پرله پسې ډول ویلي چې دوی د داعش پر وړاندې په دوامداره توګه مبارزه کوي او دا ډله نه شي کولای جدي ګواښ رامنځته کړي.

په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیتونه د سیمې د هېوادونو له مهمو اندېښنو دي. په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او د هغوی د متحدینو.

تازه د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز مشر په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر ۶ زرو ته لوړ شوی دی.

نوموړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په یوه غونډه کې ټینګار کړی، چې که څه هم طالبانو د داعش پر وړاندې نه ختمېدونکې مبارزه اعلان کړې، خو لا هم په افغانستان کې د داعش له نفوذ او ظرفیتونو سره د مقابلې توان نه لري.

د همګټو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د مرکز مشر یوګیني سیسویف وايي: «افغانستان همدارنګه ځانګړې اندېښنې راپورته کړي. طالبان چې د تذهګرۍ پر وړاندې یې نه ختمېدونکې مبارزه اعلان کړې، لا هم د داعش د خراسان څانګې د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او وړتیاوو سره د مقابلې توان نه لري. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د داعش ځواک ۶۰۰۰ تنو ته لوړ شوی.»

د دغه روسي چارواکي له نظره، هغه څه چې نوموړی یې د افغانستان ننګونې بولي، د داعش فعالیت او له پولې هاخوا د جرمونو وده به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مستقیم ګواښ پېښ کړي.

پوځي کارپوه ثمر سادات وايي: «افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو لپاره خوندي جغرافیه ده. طالبان پخپله سیمه کې د کړکیچ لامل دي. دوی نه یوازې دا چې مخنیوی یې ونه کړ، بلکې له داعش او القاعدې سره همغږي دي.»

د همګټو هېوادونو په ډله کې له روسیې نیولې بیا د منځنۍ اسیا هېوادونه او سیمې شاملې دي. د دغو هېوادونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کې د روسیې ولسمشر هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه وښوده.
ظاهراً له دغو هېوادونو سره د طالبانو د ژمنو یوه لویه برخه د داعش ځپل و او د مسکو فارمټ په وروستۍ ناسته کې دغه ژمنې بیا هم له مهمو ټکو څخه وې.

یو پخوانی پوځي کامه وال جلیلي وايي: «داعش پخپله یوه ډله ده چې په سیمه کې د ځینو هېوادونو د ګټو او استخباراتي موخو لپاره کار کوي او د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. بې له شکه چې طالبان په خپلو کاري بهیرونو کې پاتې راغلي او ناکام دي.»

تر دې مخکې د طالبانو د پوځ مشر ویلي وو چې داعش جدي ګواښ نه دی او د دوی هر ډول حرکت ځپل شوی دی.

خو له یوې میاشتې په کمه موده کې داعش د کابل په لوېدیځ کې دوه خونړي بریدونه کړي دي. په هزاره او شیعه میشتو سیمو کې چې لسګونه کسان په کې مړه او لسګونه نور په کې ټپیان شوي دي. هغه څه چې د ډېرو په باور په افغانستان کې د داعش د ګواښونکي او وژونکي حضور نښه ده.