افغانستان په هند کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام د سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
سریلانکا په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په لاسه ورکولو په ۴۵ اورونو کې پوره کړ او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.
دا په ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
افغان کرېکټ لوبډلې له دې مخکې انګلستان او پاکستان ته هم ماته ورکړې وه.