افغانستان ورزش

د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا

افغانستان په هند کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام د سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سریلانکا په ۴۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په لاسه ورکولو  په ۴۵ اورونو کې پوره کړ او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.

دا په ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

افغان کرېکټ لوبډلې له دې مخکې انګلستان او پاکستان ته هم ماته ورکړې وه.