نړۍ

د روسیې دفاع وزیر د پوتین لیک کیم جونګ اون ته ورساوه

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په یوه کمساري سفر کې پیونګ یانګ ته تللی او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې لیدلي دي.

ویل کېږي چې د دې لیدنې موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو او دوو اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ده او شویګو هم د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لیک کیم جونګ اون ته ورکړی دی.

په همدې حال کې، له دې سفر څخه ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ښيي د شمالي کوریا مشر په دې هېواد کې د وسلو په یوه نندارتون کې د روسیې د دفاع وزیر ملتیا کوي.

شویګو او یو چینایی پلاوی پیونګ یانګ ته تللي ترڅو د دوو کوریاوو د جګړې د پای په ۷۰ کلیزه کې ګډون وکړي.