نړۍ

په سویډن او ډنمارک کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه

په سویډن او دنمارک کې د قران‌کریم د نسخو سوځولو، په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د عراق د پلازمېنې بغداد په شنه سیمه کې زرګونه تنو لاریون وکړ او وغوښتل یې د دنمارک سفارت ته نږدې شي.

د جمعې په ورځ د دنمارک په پلازمېنه کوپن هاګن کې د عراق سفارت مخې ته یوه سړي قران‌کریم ته اور ورته کړ.

عراقی اعتراض کوونکی ملک قاسم وايي: «دا د مومیکا په نوم د یوه ملعون کس د غندلو لپاره لاریون دی چې قران یې وسوځاوه او نن په دنمارک کې تکرار شو. قران‌کریم زموږ اساسي قانون دی. موږ نن د خلکو ترڅنګ ولاړ یو ترڅو هغه کارونه چې بهرني هېوادونه چې همجنس‌پالنې ته لېوالتیا لري وغندو. دا زموږ اسلام دی او موږ د هغه څه غندنه کوو چې پېښ شوي دي.»

درې ورځې مخکې عراق کې د مشهور شیعه دیني عالم مقتدی صدر قهرجنو پلویانو بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او د دې ودانۍ ځینې برخې یې وسوځولې. عراق د دغه هېواد سفیر هم ایستلی دی.

په همدې حال کې د سویډن لومړي وزیر له دې وضعیته د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د قران‌کریم سوځول ښايي سپکاوی وګڼل شي، خو غیرقانوني نه دي.

د جمعې په ورځ ایران کې هم سلګونه تنو د سویډن سفارت مخې ته لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو د سویډن بیرغ ته اور ورته کړ، د دغه هېواد سفارت ته یې هګۍ وروغورځولې او له تهرانه د سویډن د سفیر د ایستلو غوښتنه یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په سویډن، دنمارک او ناروې کې د بیان ازادۍ په نوم د قران‌کریم سوځول قانوني دي.