ښځې

کابل کې د سینګارتونو د تړلو پروړاندې د ښځو اعتراض له «تاوتریخوالي» سره مخ شو

Women’s protest in Kabul. Screenshot from protest video.

نن چهارشنبه یو شمېر ښځو کابل کې د طالبانو له خوا د ښځینه سینګارتونونو د تړل کېدو په وړاندې اعتراض وکړ.

یوه له دغو ښځو آمو ته وايي، چې د لاریون پرمهال یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې د طالبانو له خوا «وهل ټکول» شوې دي.

دغو ښځو د عدالت او دوی ته د کار زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

یوه غږیز پیغام کې چې د آمو ټلویزیون لاس ته رسېدلی، یوې اعتراض‌کوونکې د نورو پر چوپتیا نیوکه وکړه او له یوې ډېر عمر لرونکې ښځې سره ناوړه چلند چې په «زړورتیا» یې له خپلو حقونو دفاع وکړه تر پوښتنې لاندې راوست.

ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې هغه شېبه ښيي، چې طالبانو د کابل ښار مرکز د شهرنو سیمې پر مشهور سړک د یوه سنګارتون مخې ته د راغونډو شویو اعتراض‌کوونکو ښځو د تیت پرک کولو په هڅو کې هوايي ډزې کړې.

طالبانو موده مخکې د ښځینه سینګارتونونو د تړلو لپاره د خپلې پرېکړې خبر ورکړ. هغوی د سینګارتونونو خاوندانو ته یوه میاشت وخت ورکړی ترڅو خپل فعالیت ودروي.

په دې لړ کې ښځو، د بشري حقونو فعالانو او بهرنیو بنسټونو پر دې اقدام نیوکه کړې او هغه د ښځو په ټولنیز ژوند او ازادۍ یو بل تېری ګڼي.

ملګرو ملتونو هم د طالبانو د دې پرېکړې پروړاندې غبرګون وښود.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند افغانستان کې د ښځو په ژوند د طالبانو د نوي بندیز پر ناوړه اغېزو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې پر دې پرېکړې بیا غور وکړي.