ساینس او ټکنالوژي

د ژغورنې عملیاتو لپاره په سویس کې د اوبتل ربات جوړول

د سویس یوه ربات جوړونکي شرکت یو اوبتل جوړ کړی چې په خطرناکو حالاتو کې کولای شي لامبو وهونکي او نور خلک وژغوري.

دغه اتوماتیک ربات د سیندونو یا ګړندۍ اوبه لرونکو کانالونو له ننګونو ډکو شرایطو لپاره جوړ شوی دی.

د تتیس رباتیک شرکت عمومي مدیر جوناس ووسټ وايي: «دا کولای شي له یوه لوري په عمومي برخه کې د پلټنو او ژغورنې په عملیاتو کې وکارول شي او له بل لوري، موږ غواړو په صنعتي برخه کې پر نوې کېدونکو انرژیو په تمرکز، ګټه ترې واخلو.»

تتیس ربات دوې کمرې او غږیز هښيوونکي لري او کولای شي تر اوبو لاندې پراخې سیمې په خپلواکه توګه یا له لیرې واټنه په کنټرول سره وپلټي او ویې‌څاري.

د تتیس رباتیک شرکت عمومي مدیر جوناس ووسټ وایي: «ډېره ساده ده چې ووایو، که غواړئ یوه سیمه وپلټئ او یا کومه برخه وڅېړې، په اصل کې دا ربات ستاسو لپاره دغه کار کوي.»

تتیس ربات کولای شي تر ۴۰ کیلوګرامه وزن د ځمکې سطحې ته ولېږدوي.

په دې ربات کې مصنوعی هوش ځای‌پرځای شوی ترڅو وکولای شي تر اوبو لاندې خپل غږیز او لیدونکي حس‌وونکي وکاروي.

سویسي چارواکو د پلټنو په ګڼو عملیاتو کې له دغه ربات څخه ګټه واخیسته او جوړونکي یې غواړي د صنعت په برخه کې هم کار ترې واخلي.