نړۍ

د دایمي اوربند لپاره د عربستان، یمن او حوثي جنګیالیو ترمنځ خبرې اترې

په یمن کې د اته کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره چې لسګونه زره تنه پکې قرباني شول او په دې هېواد کې یې انساني ناورین رامنځته کړ د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه یو عماني پلاوی، د یمن پلازمیني صنعا ته رسېدلی دی.

دغه پلاوی د حوثيانو له لوړپوړي مرکچي محمد عبدالسلام او ددې ډلې له نورو استازو سره د شنبې په ورځ صنعا ته تللی دی.

د رویټرز سرچینو ویلي چې تمه کېږي، د عمان استازي او د سعودي عربستان پلاوی له حوثي چارواکو سره د دایمي اوربند په اړه خبرې اترې وکړي.    

د حوثیانو لوړپوړي مرکچي محمد عبدالسلام صنعا ته له رسېدو وروسته وویل: «د تېري بشپړ درول، د کلابندۍ ختمول، د تېلو او ګازو له عوایدو د ټولو یمني کارکوونکو د حقونو ورکول او همداراز له یمن څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، ګرمه ورکول او بیارغونه زموږ عادلانه غوښتنې دي.»

له بلې خوا، د ایران په اسلامي جمهوریت پورې تړلي حوثي غورځنګ اعلان کړی چې سعودي عربستان ددې ډلې دیارلس غړي د سعودي د یوه زنداني په بدل کې خوشي کړي دي.

ټاکل شوې د بندیانو د تبادلې په اړه هم مفصلې خبرې اترې وشي.

د حوثیانو لوړپوړي مرکچي وویل: «موږ به داسې خبرې ولرو، دې ته په پام سره چې زموږ غوښتنې مشروع او عادلانه دي همداراز پر دغو غوښتنو ولاړ یو او انشاءالله په دې مبارکه میاشت کې داسې ژمنې راکړل شوې چې د بندیانو د تبادلې بهیر ترسره شي.»

حوثي جنګیالیو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان په مشري پوځي ایتلاف سره چې د یمن د نړیوال پېژندل شوي دولت څخه ملاتړ کوي، جنګېږي.

د ملګروملتونو او سره صلیب کمیټې په ګډون په سویس کې د تېرې میاشتې په مذاکراتو کې، د سعودي عربستان ملاتړي د یمن دولت او حوثیانو د ۸۸۷ بندیانو د خوشي کولو هوکړه وکړه.  

د یمن پلازمیني ته د سعودي عربستان د پلاوي سفر هم د ریاض او حوثيانو ترمنځ د عمان په منځګړیتوب په مذاکراتو کې د پرمختګ ښودنه کوي چې د ملګروملتونو سازمان د سولې له هڅو سره یو ځای ترسره کېږي.