ښځې

نړیوال د مارچ اتمه د افغان مېرمنو په محروميت کې لمانځي

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

په زابل ولایت کې يو شمېر مېرمنې او د هغوی د حقونو فعالانې وايي، نړۍ سږ کال داسې مهال د مارچ اتمه لمانځي، چې افغان مېرمنې په هر اړخيزه توګه او د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې له ټولنې حذف شوې دي.

افغان مېرمنې له نړيوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شويو بنديزونو په ليرې کولو کې مرسته وکړي.

د مارچ اتمه له ښځو د ملاتړ نړيواله ورځ ده، چې هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډول ډول مراسمو سره لمانځل کېږي.

دغه ورځ به په تېرو کلونو کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د نندارتونو، غونډو او خبري ناستو سره لمانځل کېده، خو له تېرو کابو دوه کلونو راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي او دغې ډلې پر افغان مېرمنو سختو بنديزونو او محدودیتونه لګولي ښځو ته د دې ورځې د لمانځلو اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان سويلي ولايت زابل کې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې وايي «نړۍ د مارچ اتمه د افغان مېرمنو په محرومیت کې لمانځي.»

د ښځو د حقونو فعاله شبانه خوشحال وایي، افغان مېرمنې دا مهال په هر اړخيزه توګه له ټولنې حذف شوې او آن له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې دي.

نوموړې زياتوي: «د مارچ اتمه په افغانستان کې د ښځو د محروميت ورځ ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې ښځې په بشپړ ډول محوه شوې او آن له لومړنيو حقونو هم بې برخې دي.»

د ښځو د حقونو يوه بله فعاله وږمه توخي بيا وايي چې د جمهوريت په تېره شل کلنه دوره کې افغان مېرمنو په ټولو برخو کې خپله وړتيا ثابته کړې او له نارینه وو سره یې اوږه په اوږه په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

هغه زياتوي: «په تېره شل کلنه دوره کې افغان مېرمنې په ټولو برخو کې د وروڼو تر څنګ دريدلې او وړتيا يې ثابته کړې، ښځه د ټولنې بشپړونکې ده او د ښځې په نه شتون کې پرمختګ ناشونی دی.»

له زده کړو او کاره بې برخې شوې يو شمېر ښځې بيا له نړيوالو غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو پر ښځو لګول شوي بنديزونه پايته ورسوي او دوی ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

د پوهنتون محصله راضيه صميم وايي چې اوس د مارچ اتمه د افغان مېرمنو لپاره توره ورځ ده، حکومت (د طالبانو اداره) دې د ښځو په وړاندې محدويتونه ليرې کړي تر څو ښځې هم د هيواد لپاره خدمت وکړي.

نوموړې زياتوي: «د مارچ اتمه که د ښځو د نړيوالې ورځي په نوم ده خو اوسمهال په افغانستان کې د ښځو لپاره توره ورځ ده ځکه چې په افغانستان کې ښځې د زده کړو او کار تر څنګ له اساسي او لومړنیو حقونو بې برخې دي له حکومت څخه غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته حق ورکړي.»

د اووم ټولګي زده کوونکې حمیده هم له حکومته غواړي چې د نجونو او ښځو په وړاندې محدويتونه او بندیزونه ليرې کړي.

حميده زياتوي: «د مارچ اتمه د افغان ښځو لپاره توره ورځ ده، ځکه زموږ په وړاندې د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړلې دي له حکومته غواړو چې پر ښځو محدويتونه ليرې کړي.»

د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو لګول شوي بنديزونه په نړيواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او له طالبانو یې غوښتي چې ښځو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي؛ خو طالبانو تراوسه دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه دی کړی.