سوداګري

له ننګرهاره بهر ته د ځینو خصوصي کارخونو د صادراتو په ټپه درېدل

ننګرهار کې د خصوصي کارخونو مسوولین له ګڼو ستونزو شکایت لري او وایي، که یې ستونزې حل نه شي ښايي د لسګونه کارخونو فعالیت ودرېږي.

له دغو کارخونو یوه یې په دې ولایت کې د تل پسرلي کارخونه ده، چې د چرګانو دانه تولیدوي.

ددې کارخونې خاوند ګل مراد عرب وایي چې پخوا به یې تاجکستان او ازبکستان ته د چرګانو د دانې صادرات لرل او ترڅنګ به یې د ننه په هېواد کې د چرګانو فارمونو ته خوراکي توکي رسول خو د طالبانو له راتګ وروسته یې د صادراتو برخه درېدلې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو په واکمنېدو سره یې د ننه په هېواد کې هم کارونه ټکني شوي دي.

هغه زیاتوي: «پخوا تاجکستان او ازبکستان ته ما د چرګانو د دانې صادارات لرل، خو اوس ستونزې شته صادرات بند شوي، بانکي ستونزه یې تر ټولو لیوه ده چې کارخونې یې له ننګونو سره مخ کړې دي.»

د دغې کارخونې د خامو موادو مسوول نجیب الله تره کی بیا وايي، د جمهوري نظام پرمهال به یې د ورځې ۱۲ سوه ټنه دانه تولیدوله، چې اوس یې تولید کم شوی او د کارګرو شمېر یې هم کم کړی دی.

تره کی وایي، د جمهوریت پرمهال ورسره په کارخونه کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو کار کاوه خو اوس یې شمېره تر ۷۰ تنو ته راکم کړی او سلګونه نور یې د کار د کموالي له امله رخصت کړي دي.

نوموړی زیاتوي: «د سقوط له امله زموږ کار نیمایي ته راکم شو خو د برېښنا د ستونزې له امله مو کار صفر ته راغی، له سقوط وروسته مو د کارګرو شمېر ۲۰۰ تنو ته راکم کړ او د برېښنا د ستونزې له امله مو د کارګرو شمېر اویا تنو ته رسېدلی دی.»

په دې کارخونه کې کارګران خوښ دي، خو له طالبانو غواړي چې د کارخونو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي او په دې برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي.

د دې کارخونې یو کارګر خدایداد وایي: «خوار او غریب له طالبانو غواړي چې د کارخونو ستونزې حل شي او بېوزلو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

د دې کارخونې یو بل کارګر سید جهان وایي، د جمهوریت پرمهال به یې تر ۳۰۰ موټر خالي کول خو اوس دا شمېر ۲۰ او ۳۰ راکم شوی.

سیاسي بدلون نه یوازې د کارخونو تولیداتو او کاري بهیر ته زیان رسولی، بلکې د هغو کسانو کارونه یې هم خراب کړي، چې له دې ځایه به یې توکي لېږدول.

محمد زمین هغه موټر چلوونکی دی، چې له دې ځایه به یې بېلابېلو سیمو ته توکي لېږدول خو وایي اوس د ګټې پر ځای له زیان سره مخ دی.

نوموړی وایي: «په یوه پېره کې ماته زر افغانۍ برابرې شوې، درې ورځې او شپې تېرې شوې، زه حیران یم مالک ته یې ورکړم او که زه یې واخلم، خپله قضاوت وکړئ چې ګته ده که زیان.»

د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بانکي ستونزو او برېښنا د نشتوالي له امله نه يوازې د دغې فابریکې کارونه ټکڼي شوي، بلکې په ننګرهار کې یې ګڼې نورې فابریکې هم له سقوط سره مخ کړې دي.

کارخونې لرونکي اندېښنه لري که حالت همداسې دوام وکړي د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي کې به د ګڼو فابریکو کارونه په ټپه ودرېږي.