کابل ښار په وروستیو اونیو کې د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ سره مخ دی چې په ښار کې د جنراتورونو د غږ د زیاتوالي لامل شوې او غږیزه ککړتیا یې رامنځته کړې.
یو شمېر کابل ښاریان ددغو غږونو له زیاتوالي ناخوښ دي او د هغې د بندېدو یا کمولو غوښتونکي دي.
د کابل اوسېدونکی زهیر خان په دې اړه وايي چې غږیزه ککړتیا په تېره بیا په دې وروستیو کې موږ ډېر په تکلیف کړي یو او په ښار کې په آسانۍ تګ راتګ نشو کولای.
هغه وویل: «له هر لوري لوړ غږونه پورته کېږي او د خلکو لپاره یې د اعصابو تکلیف پیدا کړی دی.»
نوید احمد خیاط دی او په کابل کې خیاطي لري، هغه وايي چې په څلرویشت ساعتونو کې آن دوه ساعته په منظم ډول برېښنا نه وي او دوی اړ دي، د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره له جنراتور څخه کار واخلو.
ارواپوهان غږیزه ککړتیا د هوا د کړتیا په اندازه د روغتیا په زیان بولي.
ارواهپوه شریف الدین عظیمي باوري دی: «غږیزه ککړتیا د روحي او رواني فشارونو لامل کېږي او د انسان پر چلند اغېز همداراز خلک په عصبي کوي.»
هغه زیاته کړه: «که دا غږونه بیا بیا او لوړ وي وګړي له رواني ستونزو او د عصبي سیستم له کمزورتیا سره مخ کوي او غږیزه ککړتیا له ذهني پلوه انسان له ستونزو سره مخ کوي.»
عظیمي ددې په بیانولو سره چې غږیزه ککړتیا ماشومانو ماشومانو او لویانو ته زیان رسوي زیاته کړه: «غږیزه ککړتیا هغو لویانو ته چې په عصبي او د زړه په ناروغیو اخته دي زیان رسوی او همداراز د ماشومانو روغتیا ته هم ناوړه پایلې لري.»
لویې او کوچنۍ صنعتي کارخونې، عمومي او خصوصي باروړونکي موټر، د هټیو لاسپیکرونه او کراچۍ او د برېښنا د تولید جنراتورونه په کابل کې د غږیزې ککړتیا د تولید سرچینې دي. غږیزه ککړتیا چاپېریالي ککړتیا ده چې د کابو کولو لپاره یې هېڅ هڅې نه دي شوې.
د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د غږیزې ککړتیا په وړاندې ځانګړي قوانین او مقررات موجود دي. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غږیزې ککړتیا د زیاتوالي د مخنیوی لپاره سخت قوانین جوړ او اجرا کېږي چې کورونه او هستوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ د غږ د ځانګړې کچې لپاره برابرېږي.