ښځې

د ننګرهار قومي مشران:طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانيزي

د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو قومي مشران له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي او دوی ته اجازه نه ورکوي، چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

د شنیوارو د شپږو ولسوالیو قومي مشران، چې یکشنبه یې په یوه لویه ولسي غونډه کې خبرې کولې وویل، دوی په ټوله معنی د هېواد جوړونې اصولو ته درناوی لري، خو هیله لري، چې اوسنی حکومت (طالبانو اداره) ښوونځي پرانیزي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر محب شینواری وایي: «د خپلو بچیانو او ولادونو لپاره په ټول افغانستان کې د مکاتبو پرانیستل غواړو او دا مو په  ځلونو غوښتنه کړې او بیا یې هم کوو.»

دوی وایي چې له جګړې ستومانه او د پرمختګ لېواله دي او باید د دوی اولادونه د دینې زده کړو ترڅنګ په عصري زده کړو سمبال او زمینه ورته برابره شي.

قومي مشران وایي، که طالبان د ښوونځیو له لګښت وېره لري، نو دوی هر ډول لګښت ته حاضر دي.

یو شمېر نورو قومي مشرانو پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان کډوالو سره دې د پاکستان حکومت د ناسم چلند مخه ونیسي.

قومي مشر حاجي فاتح وایي، پاکستان له کلونو راهیسې پر افغان ولس ظلم کوي، چې په خبره یې طالبان باید دوی ته کلک ځواب ورکړي.

نوموړی زیاتوي: «د طالب مسوولین باید له پاکستان او ایران سره جدي خبرې وکړي، چې ولې افغانان ځوروي. دوهم چې په تورخم کې له ناروغانو سره کوم ظلم کوي باید دوی ته اسانتیا رامنځته شي.»

عام خلک او د ښوونځیو زده کوونکي هم له طالبانو غواړي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

ګلالۍ، چې په جلال اباد ښار کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکې ده وایي: «زما لویه هیله دا وه، چې فارغه او ډاکتره شم، خو له بده مرغه طالبانو زما دا هیلې له خاورو سره خاورې کړې، اوس هم تمه لرم، چې ښوونځي به پيل شي او طالبان به اجازه راکړي، چې مکتب ووایم.»

ننګرهار کې داسې مهال د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کېږي، چې تېره ورځ پېښور کې مدني‌ فعالانو د یوه لاریون پرمهال له طالبانو وغوښتل، چې له شپږم ټولګي ‌پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

دوی د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په تړاو د پېښور پریس کلب مخې ته په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حق د ترلاسه کولو په پار اعتراض کړی و.

لاریونوالو په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې‌ له شپږم ټولګي پورته نجونو په تعليم بنديز ختم کړي او دغه راز یې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړي او پر وړاندې یې د ښوونځیو تړلې دروازې پرانیزي.

لاهم طالبان د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په تړاو څه نه وایي او نه هم دا څرک لیدل کېږي، چې دوی به کله په دې اړه د ولس غوښتنو ته لبیک ووايي.