سیمه ییزې سرچینې د بدخشان په درایم او زیباک ولسوالیو کې د وقفه ییزو نښتو خبر ورکوي.
د دغو سرچینو په وینا، له دوو ورځو راهیسې په دغو ولسوالیو کې نښتې سختې شوې دي او طالبانو خپل ډېر ځواکونه دغو دوو ولسوالیو او یفتل سفلی ولسوالۍ ته متمرکز کړي دي.
په ورته وخت کې، د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې رییس داوود ناجي له آمو ټلوېزیون سره په خبرو کې وایي چې په زیباک ولسوالۍ کې د دغې جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د هغه په وینا، په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې ځواکونه تر ۱۵ ساعتونو پورې پرلهپسې په جګړه بوخت وو او په بدخشان کې یې د ځینو سیمو د بېرته نیولو لپاره د طالبانو هڅې ناکامې کړې دي.
داوود ناجي ادعا کړې چې د دغې نښتې په پایله کې له ۲۰ زیات طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي: «همدا اوس هم د زیباک ولسوالۍ په بېلابېلو نقطو کې له مرکزه پرته وقفه ییزې ډزې او نښتې شتون لري، په کشم کې نښته روانه ده او په بېلابېلو سیمو کې د ازادۍ جبهې ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.»
سرچینې آمو ته وایي چې طالبانو درایم، زیباک او یفتل سفلی ولسوالیو ته نور تازه ځواکونه استولي دي.
ناجي زیاته کړه: «دا د طالبانو فرافکني ده، موږ خپله مبارزه هغه مهال پیل کړه چې پاکستان د طالبانو نوی ملاتړی و او اوس هم دی، اوس ممکن د دوی ترمنځ سیاسي اختلافونه وي خو د افغانستان خلک د خپلې ازادۍ او برخلیک لپاره جنګېږي.»
د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې په زیباک کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۵ تنه اعلان کړی و، خو د ازادۍ جبهې د خپل یوه سرتیري وژل کېدل تایید کړي دي.
د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش وایي: «په زیباک ولسوالۍ کې د بریدونو زیاتېدو علت په سیمه کې د ناامنو او غیربومي طالبانو شتون، د ملي مقاومت او ازادۍ جبهې په څېر د بېلابېلو تحرکاتو موجودیت او په شمالي ولایتونو کې سیاسي اختناق دی.»
له یوې اوونۍ راهیسې، د بدخشان لږ تر لږه په درېیو ولسوالیو کې د طالب مخالفینو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
تېره اوونۍ، د طالبانو د کابو پنځه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره یوه ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره د طالبانو له ولکې ووتله.
د سپاهیان میهن جبهې تېره اوونۍ د دغه ولایت مرکز ته نږدې پر یفتل سفلی ولسوالۍ برید وکړ او د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومانداني او نورې برخې یې د څو ساعتونو لپاره له طالبانو وایستلې.
