د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د «امید» معتادینو د درملنې پر مرکز د دغه هېواد د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) نوی راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان ټول پوځي عملیات یواځې د «ترهګریزو موخو» پر وړاندې ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د امنسټي انټرنشنل راپور ته په غبرګون کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې اسلاماباد دا راپور لیدلی، خو په کې مطرح شوي ادعاګانې «په بشپړ ډول ردوي».
هغه ادعا کړې چې دا راپور د باوري اسنادو له وړاندې کولو پرته، پر پاکستان جدي تورونه پورې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز د طالبانو حکومت تورن کړ چې لا هم وسله والو ډلو لکه د پاکستان تحریک طالبان (TTP)، د بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ پوځ (BLA) او نورو پورې اړوندو ډلو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي او ګټه ترې پورته کړي.
د هغه په وینا، دا ډلې په افغانستان کې له شته اډو او پناه ځایونو څخه پر پاکستان د بریدونو د پلانولو، مالي تمویل او پلي کولو لپاره کار اخلي. هغه دا موضوع د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ وبلله.
اندرابي وویل چې پاکستان د خپلې مشروع دفاع په چوکاټ کې او یوازې د وروستي اختیار په توګه پوځي اقدام کړی او د دغه هېواد ټول بریدونه د ترهګرو ډلو پر افرادو پورې اړوندو بنسټونو متمرکز وو.
هغه زیاته کړه چې دا عملیات په نړیوالو بشردوستانه قوانینو کې د تمایز، تناسب او احتیاط د اصولو په رعایتولو سره ترسره شوي او د ملکیانو د قصدي په نښه کولو هر ډول ادعا یې رد کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه له امینسټي انټرنشنل او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغه څه په اړه څېړنې وکړي چې ده «د ترهګرو ډلو څخه د طالبانو دوامداره ملاتړ» وبللو او د طالبانو حکومت دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو او د دوحې د تړون له مخې د خپلو ژمنو د نه پلي کولو له امله ځواب ویونکی کړي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلو وګړو د امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د خوندیتوب لپاره د ټولو لازمو اقداماتو حق له ځان سره خوندي ساتي.
دا غبرګون په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بښنې نړیوال سازمان، په کابل کې د معتادینو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان له هوايي برید څه باندې پنځه میاشتې وروسته، د دغې پېښې د «احتمالي جنګي جرم» په توګه د څېړلو غوښتنه کړې ده.
امنسټي انټرنشنل په خپل راپور کې ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکیان وژل شوي او داسې هیڅ سند نه دی ترلاسه شوی چې وښيي له دغه مرکز څخه پوځي ګټه اخیستل شوې وي، لکه څنګه چې پاکستان ادعا کړې ده.
دغې موسسې همدارنګه ټینګار کړی چې پر یوه درملنیز مرکز برید، د هغه ځانګړي ملاتړ سرغړونه ده چې نړیوال بشردوستانه قوانین یې د روغتیايي مرکزونو لپاره په نظر کې نیسي او په دې برخه کې یې د خپلواکو، رڼو څېړنو او ځواب وینې غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم تر دې وړاندې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ په څو هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی و.
د یوناما د راپور پر بنسټ، د تېرې میاشتې په وروستیو کې پر پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکیان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي وو.
طالبانو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان هم تل ویلي چې په خپلو عملیاتو کې یوازې د وسله والو ډلو پوځي بنسټونه او کمپونه په نښه کوي او د ملکیانو وژل کېدل ردوي.
د خبري ناستې په بله برخه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د قانوني اسنادو د نه لرونکو بهرنیو اتباعو د ایستلو د بهیر په اړه وویل چې «د غیرقانوني بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو طرحه» د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې روانه ده او لړۍ یې دوام لري.
هغه وویل چې د دې پروګرام موخه، خپلو مبدا هېوادونو ته د ټولو هغه بهرنیو اتباعو بېرته ستنول دي چې قانوني اقامت یا معتبر سفري اسناد نه لري او د دې تطبیق لپاره ټاکل شوی مشخص وخت شتون نه لري.
اندرابي همدا راز وویل پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په درېیمو هېوادونو لکه امریکا، بریتانیا، جرمني، کاناډا او اسټرالیا کې د مېشتېدو لپاره د څه باندې ۸۹ زره افغان اتباعو د لېږد زمینه برابره کړې ده.
د هغه په وینا، ځینو دغو هېوادونو د هغو کسانو د منلو بهیر تر اوسه نه دی بشپړ کړی چې د مېشتولو ژمنه یې ورسره کړې وه.
نوموړي زیاته کړه د بې اسناده بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو طرحې د وروستي پړاو په پیلیدو سره چې د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر څخه پیل شوی، ټول هغه بهرني اتباع چې معتبر پاسپورټ او ویزه ونه لري تر ایستلو لاندې راځي او پاکستان نه شي کولای په ناڅرګند ډول د درېیمو هېوادونو له خوا د بیا مېشتېدو بهیر بشپړېدو ته انتظار وباسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د بېرته ستنېدو بهیر په ترڅ کې د افغان اتباعو د ځورونې په اړه ادعاګانې «بې اساسه» وبللې او ویې ویل چې څه باندې ۱۶ زره کسان د بشردوستانه دلایلو له امله په موقتي توګه له ایستلو استثنا شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت د شکایتونو د څېړلو مېکانیزم، په ګډون د ۲۴ ساعته ځواب ویونکې څانګې، د افغان اتباعو د احتمالي شکایتونو څېړلو لپاره رامنځته کړی او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له عاملینو سره د قانون مطابق چلند وشي.
