روغتیا

د بالامرغاب اوسېدونکي: د روغتیایي مرکزونو کمښت د ناروغانو ژوند اخلي

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د روغتیایي مرکزونو کمښت، د ډاکټرانو نشتوالي او د سړکونو خرابوالي له امله یو شمېر ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، روغتون ته له رسېدو وړاندې په لارو کې ساه ورکوي.

د دوی په وینا، له پرله‌پسې شکایتونو او غوښتنو سره سره تر اوسه د دغې ولسوالۍ د روغتیایي ستونزو د حل لپاره کوم کوټلی اقدام نه دی شوی.

د بالامرغاب ولسوالۍ د میرانزي کلي اوسېدونکی کمال‌الدین، چې د خښتو اچولو له لارې روزي پیدا کوي، وایي څو څو ځلې د داسې ښځو او ماشومانو د خاورو سپارلو شاهد و چې د ډاکټر او صحي خدماتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

هغه وایي: «ما په خپلو سترګو ولیدل چې تر شلو زیات کسان یې په هدیره کې خاورو ته وسپارل چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې. زموږ په سیمه کې قابله نشته، پوه ډاکټر نشته او کلینیک هم نه لرو.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی ګلاب‌الدین وایي د مرجع او مرکز لېرې والي او د لارو خرابوالي د ناروغانو لېږد خورا ستونزمن کړی دی: «زموږ په سیمه کې کلینیک او ډاکټر نشته، زموږ غږ چېرته نه اورېدل کېږي. ناروغان مو په لاره کې ساه ورکوي. زموږ د ژوند شرایط خورا خراب دي.»

شریفه، د بالامرغاب یوه ناروغه اوسېدونکې، هم وایي چې روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخ ده: «زه او ماشومان مې خورا ناروغان یو، د ژوند شرایط مو بد دي او هیڅوک پاملرنه نه راته کوي.»

بالامرغاب د بادغیس له لېرې پرتو او محرومو ولسوالیو څخه ده چې ډېری کلي یې له لومړنیو روغتیایي اسانتیاوو محروم دي.

د دې ولایت اوسېدونکي له چارواکو او اړوندو بسنټونو غواړي چې په سیمه کې کلینیکونه جوړ کړي او روغتیایي پرسونل ور واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د هېواد روغتیایي سیستم له سختیو سره مخ شوی دی.

مرستندویه نهادونه وایي د بودیجې د کمښت له امله څه باندې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

بلخوا د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو لګول شویو محدودیتونو په روغتیایي برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت خورا جدي کړی دی.