د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د بنګلهدېش د تجربه کارې ډیپلوماټې «رباب فاطمه» ټاکنه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه اعلان کړه.
رباب فاطمه په دې دنده کې د قرغزستان د پخوانۍ ولسمشرې روزا اوتونبایوا ځای ناستې کېږي. سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د مېرمن اوتونبایوا د تېرو خدمتونو د ستاینې ترڅنګ، د یوناما د سرپرستې جورجېټ ګانیان څخه هم د ماموریت د مسوولیتونو د مخته وړلو له امله مننه وکړه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، رباب فاطمه په ډیپلوماسۍ، پالیسي جوړونې، د پروګرامونو په پلي کولو او مدافعې په برخو کې په ملي او نړیواله کچه له ۳۰ کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري. هغې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د لږ پرمختللو، وچې پورې تړلو او د کوچنیو ټاپوګانو د پرمختیايي هېوادونو په دفترونو کې د مرستیالې سرمنشي او عالي استازې په توګه دندې ترسره کړې دي.
مېرمن فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګلهدېش دایمي استازې وه. نوموړې په همدې موده کې د یونیسف د اجرایوي بورډ او د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د اجرایوي بورډ مشري هم کړې او په ۲۰۲۲ کال کې د سولې د کمیسیون لومړنۍ ښځینه مشره وټاکل شوه. پر دې سربېره، هغې په جاپان کې د خپل هېواد د سفیرې، د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت د عمومي رئیسې او په نیویارک، جنیوا، بېجینګ او کلکته کې د ډیپلوماټیکو دندو ترڅنګ، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) کې هم کار کړی دی.
رباب فاطمه د امریکا د ټفټس پوهنتون له فلېچر ښوونځي څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ او د اسټرالیا له کانبرا پوهنتون څخه د لیسانس سند لري. هغه پر بنګالي او انګلیسي ژبو سربېره، په هندي او اردو ژبو هم پوهېږي.
