د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې له قزاقستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالره اټکل شوې.


نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو سره طالبان هڅه کوي د هېواد اقتصادي بهیر په عادي ډول روان وساتي.

له دې سره، طالبان وايي چې دوه‌اړخیزې اړیکې، اقتصادي همکارۍ او د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دوی او د قزاقستان د پلاوي د خبرو اصلي محور جوړوي.