سیاست

یوراکټیو خبري شبکه: د اروپا کمیسیون تراوسه بروکسل ته د طالبانو د سفر لپاره د ویزې وړاندیز ندی کړی

انځور- د اروپايي ټولنې او هیوادونو بیرغونه

د «یوراکټیو» په نوم یوې اروپایي خبري شبکې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې د اروپا کمیسیون تراوسه بروکسل ته د کډوالو په تړاو په یوه «تخنیکي» ناسته کې د ګډون په موخه د طالبانو د سفر لپاره د ویزې کوم وړاندیز ندی کړی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغې خبري شبکې ته ویلي، ټاکل شوې وه د طالبانو یو پلاوی پدې میاشت کې بروکسل ته لاړ شي؛ خو دا هېواد لا هم د اروپا کمیسیون لخوا د دغه بلل شوي پلاوي د ویزې غوښتنلیک ته په تمه دی.

هغه وویل: «زموږ اړوندو څانګو د اروپا کمیسیون د بلنې په تړاو د طالبانو د پلاوي له غړو څخه د ویزې هیڅ غوښتنلیک ندی ترلاسه کړی. داسې غوښتنلیکونه باید  پخپله د اړوندو کسانو لخوا وړاندې شي. دا پروسه ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي.»

د دغه راپور له مخې، دا ناسته د جوړېدو په صورت کې، په تخنیکي کچه او پرته له سیاسي استازو څخه وي، چې د هغو افغان کډوالو پر بېرته ستنولو به تمرکز ولري چې په «جرمونو» تورن دي او یا هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

په راپور کې زیاته شوې، تمه کېږي د دغه پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وکړي. خو طالبانو تر دا مهاله پدې اړه څه ندي ویلي.

یوراکټیو لیکلي، بلجیمي چارواکو تر دې وړاندې د طالبانو د احتمالي پلاوي د هغو غړو په اړه امنیتي ارزونې او څېړنې پیل کړې دي چې د اروپا کمیسیون لخوا ورپېژندل شوي وو.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «موږ څو اوونۍ وړاندې د دغه احتمالي پلاوي د غړو نومونه ترلاسه کړل، چې موږ ته یې چانس راکړ ترڅو له مخکې څخه د هغوی د امنیتي سکریننګ (ارزونې) پروسه پیل کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په بروکسل کې د طالبانو د استازو د احتمالي کوربه‌توب خبره، په بلجیم کې د اروپا د پارلمان د غړو، نادولتي موسسو او ملي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

منتقدان استدلال کوي چې دا ډول تعامل د داسې یوې «اډانې» د مشروعیت موندلو خطر له ځایه سره لري چې د بشري حقونو په سخت نقض تورنه ده.

تېره اوونۍ د اروپا پارلمان د بېلابېلو ډلو څخه د ۳۰ څخه زیاتو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې له هغه وغوښتل چې د طالبانو د پلاوي ویزې رد کړي.