د افغانستان اسلامي جمهوریت پرمهال د چارو ادارې لوی رییس، ډاکتر فضل محمود فضلي په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ د پورته شویو غږونو ستاینه کړې او هغه یې د افغانانو د انساني کرامت د ساتنې لپاره اساسي خوځښتونه بللي دي.
ښاغلي فضلي په خپله رسمي پاڼه کې په هرات ولایت کې د ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره وروستیو اعتراضونو ته په اشارې سره لیکلي: «له لرغوني هرات څخه د ښځو د بنسټیزو ټولنیزو حقونو لپاره د ازادۍ، کرامت او ژوند غږ پورته شو.»
نوموړي دغه راز د ننګرهار ولایت د تېر خوځښت یادونه هم کړې چې پکې د نجونو د زده کړو لپاره د «یا ټول، یا هېڅوک» شعار بدرګه شوی و.
د چارو ادارې پخوانی رییس وایي، که څه هم دا بېلابېل اعتراضونه او غبرګونونه په ظاهره واړه ګامونه ښکاري، خو د ټولنې د لومړنیو حقونو د تأمین او د ولس د غوښتنو د ژوندي ساتلو لپاره خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي.
فضلي د خپلې تبصرې په پای کې د هېواد د روښانه راتلونکي او د روانو مبارزو د رنګ راوړلو په موخه دا مشهوره پښتو ټپه هم شریکه کړې ده:
څانګه به نن سبا کې ګُل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه
دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورت کېږي چې تېره ورځ په هرات کې د امربالمعروف د محتسبینو لخوا د نجونو او ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې پراخ ولسي لاریونونه وشول.
دا ولسي اعتراضونه د طالبانو لخوا په ډزو بدرګه شول چې پکې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو (یوناما) پهدې وروستیو کې په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو نیول کېدل تایید کړي، خو ځانګړو سیمه ییزو چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.
