ورزش

کابل او داغستان د ورزشي همکاریو او دوستانه سیالیو پر پراختیا هوکړه وکړه

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس، احمدالله وثیق د روسیې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر، ساجد ساجدوف سره رسمي کتنه کړې ده.

د المپیک ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ورزشي اړیکو پر لا پراختیا، د ګډو کپونو پر لاره اچولو او د نویو فعالیتونو پر تنظیمولو تفصیلي خبرې اترې وشوې.

المپیک وايي په دغه کتنه کې د داغستان د ورزش وزیر، ساجد ساجدوف د افغانستان د ورزشي ظرفیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د دغه جمهوریت د ځینو مهمو ورزشي څانګو لوبغاړي به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.

د هغه په وینا، دا لوبغاړي به له افغان ورزشکارانو سره په کابل کې ګډ تمرینات او دوستانه سیالۍ ترسره کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو د ځوانو لوبغاړو د تجربو او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته وشي.

داغستان د روسیې د فدراسیون یو له هغو جمهوریتونو څخه دی چې د رزمي ورزشونو، په ځانګړي ډول د ازادې غېږنیونې (کشتی) او مخلوطو رزمي هنرونو (MMA) په برخه کې په نړیواله کچه پیاوړي او اتلان لوبغاړي لري.

بل لور ته، افغان لوبغاړو هم په وروستیو کلونو کې په یادو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د کابل او داغستان ترمنځ دا نوي ورزشي تعاملات کولی شي افغان لوبغاړو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د تمرین زمینه برابره کړي او د هېواد د ورزشي ډيپلوماسۍ په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.