د افغانستان د کرکټ الف ټیم د هند او سریلانکا پر وړاندې د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې میدان ته ښکته کېږي.
دا سیالۍ د روانې جون میاشتې په ۹مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
دغه اتلولي د سریلانکا په کوربهتوب د «دامبولا» په ښار کې ترسره کېږي. په لومړۍ ورځ به یې کوربه هېواد سریلانکا له هندوستان سره د لوبې ډګر ته ووځي.
هندي رسنیو د دغو سیالیو مهالوېش خپور کړی، چې له مخې یې افغان ځوانان په لاندې نېټو د خپلو سیالانو په وړاندې لوبېږي:
- د جون ۱۱مه او ۱۷مه: د هندوستان پر وړاندې لوبې.
- د جون ۱۳مه او ۱۹مه: د کوربه سریلانکا پر وړاندې لوبې.
افغان ابدالیانو په وروستیو کلونو کې په اسیايي کچه خورا ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
د هند او سریلانکا په څېر د پیاوړو ټیمونو په وړاندې د درې اړخیزو سیالیو دغه چانس، د ځوانو لوبغاړو د تجربې او مهارتونو په لوړولو کې خورا ارزښتمن رول لوبوي.
دا لوبې د ملي ټیم لپاره د نویو استعدادونو د روزلو او چمتو کولو یوه غوره لاره ګڼل کېږي.
