د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، مسکو د تهران سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده او مثبت رول لوبولی شي.
پوتین څرګنده کړې چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوی یورانیم انتقال کړي او د هر هغه سیاسي او ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو او ثبات د ټینګښت لامل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او اړوندو اختلافاتو د حل لپاره باید داسې لاره غوره شي چې د ټولو لورو اندېښنې په پام کې ونیسي.
د روسیې ولسمشر همداراز ویلي، د هر ډول احتمالي هوکړې او حللارې په چوکاټ کې باید د ایران د خلکو ملي ګټې، حقونه او مشروع غوښتنې خوندي وساتل شي.
روسیه په داسې حال کې د منځګړیتوب او همکارۍ وړاندیز کوي چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمهییزو کړکېچونو په تړاو نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري.
