سي بي ایس نیوز راپور ورکړي چې د ټرمپ ادارې لوړپوړو چارواکو ورته تایید کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې وروستۍ هوکړې لپاره خبرې پرمخ روانې دي او دواړه لوري پر اصلي ټکو یوې ټولیزې موافقې ته نږدې شوي دي.
د رپوټونو له مخې، ایراني لوري په اصولو کې د خپلو بډایه شویو یورانیمو د تصفیې پروسه منلې ده.
پهدې لړ کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروث سوشل لیکلي چې خبرې روانې دي، خو استازو ته یې ویلي چې په کار کې بېړه ونکړي ځکه وخت د دوی په ګټه دی.
له بلې خوا، امریکایي استخباراتي سرچینې وایي چې د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه ای دا مهال په یو پټ ځای کې دی او له بهرنۍ نړۍ سره د قاصدانو د یوې پېچلې شبکې له لارې په اړیکه کې دی.
دغه پټوالي او د اړیکو سختوالي د پرېکړو او هوکړې د نهایي کېدو پروسه له ځنډ سره مخ کړې ده، ځکه ان لوړپوړي ایراني چارواکي هم د هغه له اصلي ځای ځایګي خبر نه دي.
د هوکړې په وروستۍ مسوده کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او په بهرنیو بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو مسایل شامل دي.
خو ورته مهال د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې د احتمالي موافقې په صورت کې به هم د هرمز تنګی د ایران تر مدیریت لاندې وي.
