اسرائیلو او لبنان د جګړې د پای ته رسولو په موخه پر یو اوربند هوکړه کړې ده. د ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي چې دا ګام د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د پراخې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیلې زیاتوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې دا اوربند له ایران سره د تړلې حزب الله ډلې لخوا د ډزو پر بشپړ بندولو او د لبنان له سویل (لیطاني سیمې) څخه د هغوی د وسلهوالو پر وتلو مشروط دی.
اسرائیلو د تېرې مارچ میاشتې راهیسې پر لبنان ځمکنۍ حملې پیل کړې وې. که څه هم تېره میاشت دواړه لوري پر یو اوربند سلا شوي وو، خو بیا هم نښتې روانې وې.
د دغه اوربند تر څنګ، ایران پر کویټ د ډرون او توغندیو برید کړی چې له امله یې د کویټ نړیوال هوايي ډګر زیانمن شوی، یو کس مړ او له ۶۰ څخه زیات کسان ټپيان شوي دي.
د کویټ هوايي چلند اداره وايي چې د خوندیتوب تر ډاډ وروسته الوتنې بېرته عادي شوې دي.
بل لور ته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې په ځواب کې یې د ایران په سویل او د هرمز تنګي ته نږدې په «قشم ټاپو» کې پر ایراني کښتیو او د توغندیو پر ځایونو نوي دفاعي بریدونه کړي دي.
دغو تازه نښتو په نړۍ کې د تېلو بیې نږدې ۲ سلنه لوړې کړې دي، ځکه د تېلو د لېږد مهمه لاره، د هرمز تنګی، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې تر ډېره بنده پاتې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې تازه مرکه کې ویلي چې د ایران مذهبي مشر خامنايي په مذاکراتو کې ښکېل دی او ایران منلې چې اتومي وسله به نه جوړوي.
هغه هيله ښودلې چې ممکن په روانه اونۍ کې له ایران سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
ایران د امریکا لخوا د بندیزونو لیرې کول، د خپلو بندو شویو پیسو خلاصول او په هرمز تنګي کې د خپل رول ساتل د وروستۍ هوکړې لپاره شرط ایښی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې خبرې اترې ندي پرې شوې، خو لا پکې جدي پرمختګ هم ندی شوی.
