منځنی ختیځ

اسراییلي ځواکونو غزې ته روانه د مرستو بیړۍ قبرس ته نږدې درولې ده

photo by Forensic Architecture

د غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږدونکې نړیوالې کاروان مسوولینو اعلان کړی، چې اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د هغوی د بیړیو مخه نیولې او یوه بیړۍ یې د قبرس په لوېدیځ کې درولې ده.

دغه مرستندویه کاروان تېره اونۍ له ترکیې څخه د غزې په لور حرکت کړی و.

د «ګلوبل صمود فلوټیلا» (Global Sumud Flotilla) سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «پوځي کښتۍ همدا اوس زموږ د کاروان مخه نیسي او د اسرائیلو دفاعي ځواکونه (IDF) د ورځې په رڼا کې زموږ لومړۍ کښتۍ ته پورته کېږي.»

دغه بنسټ زیاته کړې: «موږ د خپل قانوني او غېر تشدد امیزه بشري ماموریت لپاره د خوندي لارې غوښتنه کوو.

حکومتونه باید همدا اوس د دغو غیرقانوني کړنو او غلاګانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، چې موخه یې پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې د کلابندۍ دوام دی.»

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰ کښتۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترکیې له سویل لوېدیځ څخه د غزې په لور روانې شوې وې، خو اسرائیلو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغو کښتیو مخه به ونیسي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي: «اسراییل به پر غزه د قانوني سمندري بندیز هیڅ ډول سرغړونې ته اجازه ورنکړي او موږ پر ټولو ګډونوالو غږ کوو چې سمدستي خپله لاره بدله کړي او بېرته وګرځي.»

دا په روان کال کې درېیم ځل دی چې د غزې د سمندري بندیز د ماتولو لپاره نړیوالې هڅې کېږي؛ هغه سیمه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د خوراکي توکو، اوبو، درملو او د تېلو له سخت کمښت سره مخ ده.

که څه هم اسراییلي چارواکي د مرستو د کمښت ادعاګانې ردوي، خو نړیوال بنسټونه وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

تر دې وړاندې اسراییلي ځواکونو د تېرې اپرېل میاشتې پر ۳۰مه نېټه هم د مرستو د یو بل کاروان مخه نیولې وه او ځینې فعالان یې نیولي او شړلي وو.