کډوالي

ځانګړی راپور: له هېواده د ماشومانو او ځلمکیانو تېښته

د «آمو» ټلوېزیون یو نوی اختصاصي راپور ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان له لوېدیځو ولایتونو څخه د ماشومانو او ځلمکیانو ناقانونه کډوالي په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

کورنۍ او دا ماشومان وایي چې د دې پدیدې اصلي لاملونه سخت فقر، بېکاري او خراب اقتصادي وضعیت دی.

یو شمېر هغه ماشومان چې د خپلو کورنیو د نفقې ګټلو لپاره ایران ته تللي، وایي چې هغوی مجبوره شوي په کم عمر کې خپل کورونه او ښوونځي پرېږدي او د کار په لټه کې مسافرۍ ته مخه کړي.

د راپور پر بنسټ، تر ټولو زیات ماشومان او نوي ځوانان چې په قاچاقي ډول ایران ته ځي، د غور ولایت اوسېدونکي دي.

میلاد، یو ۱۲ کلن ماشوم دی چې په ایران کې له دوه کاله کار کولو وروسته بېرته افغانستان ته راشړل شوی دی.

هغه وایي: «زما کورنۍ له لوږې سره مخ وه، ځکه مې کډوالۍ ته غاړه کېښوده. هلته په کار ځای کې ونیول شوم، کمپ ته یې بوتلم، د کمپ چلند راسره ډېر بد و او پوره ډوډۍ یې هم نه راکوله.»

آمو د دغه راپور په لړ کې له ځینو انساني قاچاقبرانو سره هم خبرې کړې دي. هغوی د نوم نه ښودلو په شرط منلې چې ایران ته په قاچاقي ډول د تلونکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د غور ولایت په ټولک ولسوالۍ کې، اسدالله او احمد دوه تنه ماشومان او نوي ځوانان دي چې له خپل پلار سره یوځای ایران ته د قاچاقي سفر چمتووالی نیسي.

د دوی کورنۍ وایي چې د کار د نشتوالي له امله یې دا پرېکړه کړې ده.

د غور یو اوسېدونکی غلام رسول وایي: «دلته د ورځې حتا د ۱۰۰ افغانیو کار هم نه پيدا کېږي. موږ څلور پنځه نفره یو، که کار نه وي، تر ماښامه به بېکاره ناست یو، ژوند څنګه وکړو؟»

بل لور ته، له ایرانه راشړل شوي ماشومان وایي چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې لا هم پر ځای دي او هغوی مجبور دي درنو کارونو ته مخه کړي.

عبدالله، چې د غور دی، وایي په ایران کې پرې ډېر ظلم شوی او اوس په خپل هېواد کې له سهاره تر ماښامه غره ته ځي او په ۳۰۰ افغانۍ د زعفرانو ګلان ټولوي.

د فراه ولایت یو بل اوسېدونکی کمال‌الدین هم د سختې لوږې او د یوې مړۍ ډوډۍ د نشتوالي شکایت کوي.

د چارو کارپوهان په‌دې باور دي چې د ماشومانو د کډوالۍ زیاتوالی د پراخ فقر او د ښوونیزو او کاري فرصتونو د نشتوالي مستقیمه پایله ده.

لیکوال او ژورنالېست، عبدالظاهر اضطرابي په‌دې اړه وایي: «د دې ستونزې اساسي حل دا دی چې په کور دننه ماشومانو ته د زده‌کړې او کار زمینه برابره شي، ترڅو هغوی کډوالۍ ته زړه ښه نکړي.»

د راټولو شویو معلوماتو له مخې، ډېری دا ماشومان د غور او بادغیس ولایتونو او همدا راز د هرات د شینډنډ، اډرسکن، غوریان او کشک رباط سنګي ولسوالیو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د اقتصادي بحران په ډېرېدو سره، د ماشومانو د قاچاق او د هغوی له ځواک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه سخت خبرداري ورکړي دي.