په داسې حال کې چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې طبیعي پېښو او ناامنیو د ګڼو کورنیو ژوند تریخ کړی دی، خو د اخلاص او سرښندنې داسې بېلګې هم شته چې په تیاره کې د هیلې څرک ښيي.
د ستونزو په دغه منځ کې، افغان ښځینه مشاورینې او نړیوال بنسټونه د کډوالو په کېږدیو کې د ناامیدۍ د له منځه وړلو لپاره په پوره مېړانې سره کار کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د رسمي راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو هوایي بریدونو، توغندیو او ځمکنیو نښتو له امله له ۱۰۰ زرو څخه زیات کسان بېځایه شوي دي.
پهدې لړ کې، نږدې ۵۰ زره ښځې او نجونې د جنسیتي تاوتریخوالي له سخت خطر او روغتیايي بېبرخې توب سره مخ دي. همدا راز، د «افغانستان د جندر د همغږۍ ډلې» د احصایې پر بنسټ، په جګړه ځپلو لسو ولایتونو کې له دوه پر درې برخه (شاوخوا ۷۰٪) ښځو خپل عایدات له لاسه ورکړي او درې پر څلورمه برخه (۷۵٪) ښځې د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په پیدا کولو کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دغه پراخ بشري بحران د مهارولو لپاره، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د سویس د پرمختیایي ادارې په مالي ملاتړ او د محلي همکارانو په مرسته د کډوالو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي او خوندي ځایونه جوړ کړي دي.
کله چې دغو کېږدیو ته ننوځئ، پر دېوالونو د رنګارنګ بالونونو او داسې لوحو ځړول کېدل چې د رواني روغتیا او هیلې پیغامونه ورباندې لیکل شوي، د ژوند د بېرته عادي کېدو احساس ورکوي.
په یادو کمپونو کې د مستورې (۳۶ کلنه) او ځلانده (۲۵ کلنه) په نومونو دوه افغان ښځینه مشاورینې په اونۍ کې شپږ ورځې د ورځې لخوا له زیانمنو شویو ښځو سره کښېني، د هغوی غمونه اوري او رواني ملاتړ ورته چمتو کوي.
دا مشاورینې د خپل مسؤلیت په لاره کې د هرې اونۍ په پای کې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره ۳ ساعته د تګ راتګ سخت سفر هم ګالي.
دوی په پوره مینه او اخلاص، د کار په ورځو کې د شپې لخوا پخپله په هماغه کېږدیو کې پخلی کوي او هلته شپې تېروي.
ځلانده وایي: «موږ دلته د مور او لور په څېر په ګډه اوسېږو او په ګډه ډوډۍ خورو.»
مستوره هم پخپلو هڅو ویاړي او وایي: «کله چې خپل کور ته ځم، خپلو لوڼو ته وایم چې زه د نورو ښځو د خدمت لپاره کار کوم؛ هغوی د خپلې مور پهدې کار ډېرې خوشاله کېږي.»
د دغه بشري چوپړ اغېزې د کډوالو ښځو په شونډو بېرته خندا راوستې ده.
د فهیمې په نوم یوه کډواله مور چې د څلورو ماشومانو د مړولو لپاره یې د خپلو لږو غوړیو او وړو په پلورلو د کډوالۍ لاره رانیولې، وایي: «کله چې موږ دلته د مشورې لپاره راځو، زړونه مو سپکېږي او روحیه مو ښه کېږي».
هغه زیاتوي: «که چېرې دلته نارینه مشاورین وی، موږ هیچکله نشوای کولای خپل د زړه راز ورسره شریک کړو؛ دا ښځینه مشاورینې زموږ د خپلو خویندو په څېر دي او موږ په ډاډه زړه ورسره خبرې کوو.»
دا ګزارش او په هغه کې ثبت شوي ارقام ثابتوي چې حتی د کډوالۍ او جګړې په خورا سختو شرایطو کې هم د افغان ښځو ترمنځ پیوستون، د یوې بلې لاسنیوی او د ژوند د بېرته جوړولو هوډ هغومره ژوندی دی چې هیڅ افت یې نشي ماتولی.
