ښځې

د طالبانو له خوا د نیول شویو ښځو له ناروښانه برخلیک څخه اندېښنې

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وایي چې طالبان د ښځو پر ضد د محدودیتونو له لګولو او فشار راوستلو سره، هڅه کوي چې هغوی له ټولنې څنډې ته کړي او د اعتراض کوونکو ښځو نیول په دې برخه کې د طالبانو بل اقدام دی.

د ښځو حقونو فعاله سلسه احمدي وایي: «د اعتراض کوونکو ښځو نیول او د محدودیتونو لګول ناوړه کار دی او طالبان په ټولنه کې د ښځو له حضور څخه وېره لري او غواړي ښځې ګوښه کړي.»

د ښځو حقونو یوه بله فعاله حسنا رووفي هم باوري ده چې: «پر واټونو د ښځو ټول اعتراضونه د خپل حق غوښتلو او د ښوونځیو د تړل کېدو، له زده‌کړو او کار څخه بې برخې کېدو او په عمومي ځایونو کې پر ښځو محدودیت لګولو پروړاندې دي او که طالبان د ښځو لپاره د ژوند کړۍ تنګه نه کړي، هېڅ ښځه به په سړکونو کې داسې اعتراضونه ونه کړي.»

د ښځو حقونه یوه بله فعاله طاهره ناصري هم د دې په بیان چې د ټولو افغان مېرمنو او نجونو غوښتنه خپلو لومړنیو او بنسټیزو حقونو ته رسېدل ده چې ترې بې برخې دي، وویل: «ښځې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي او طالبان غواړي هغوی وځپي او زنداني یې کړی.»

ناصري له نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو له سازمان څخه غواړي چې د افغانستان پر خلکو او ښځو د روان ظلم له امله راپورته شوی غږ واوري او د دغو تاوتریخوالو د پایته رسولو لپاره دې هڅه وکړي.

تېرو ۱۰ ورځو کې، کابل کې د څلورو اعتراض کوونکو ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ظریفه یعقوبي

طالبانو پنجشنبه د لړم پر ۱۲ د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لوېدیځ کې د ښځو د یوه غورځنګ په پرانیستغونډه کې ونیول او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د ښځو حقونو فعاله، ظریفه یعقوبي

د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو نیول کېدو، افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ او د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت غبرګونونه وپارول او هغوی د یادو کسانو د ژرترژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه؛ خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

فرحت پوپل‌زۍ

طالبانو سه‌شنبه د روان کال د لړم پر ۸ فرحت پوپل‌زۍ په کابل کې ونیوه. ۲۳ کلنې فرحت د اقتصاد په برخه کې زده‌کړې کړې دي. هغه د «افغانستان د مبارزو ښځو د خودجوشه غورځنګ» غړې ده.

د هغې له نیول کېدو وروسته یې د وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نشته او د اغلې پوپل‌زۍ خپلوان د طالبانو له خوا د نوموړی نیول کېدل تاییدوي.

د اغلې فرحت یو خپلوان وایي چې فرحت د سه‌شنبې پر ورځ د ګلبهار سنټر په شاوخوا سیمو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې او د هغې د کورنۍ د غړو په وینا، نوموړی تر اوسه په ملي امنیت ریاست کې بندي ده او ان مور ته یې د لیدلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

زینب رحیمي

تېره اونۍ د افغانستان د مبارزو ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې او یوه بله اعتراض کوونکې ښځه زینب رحیمي چې د ظریفې یعقوبي او نورو ښځو لپاره یې د حق غوښتنه کوله، هم د طالبانو له خوا ونیول شوه او د برخلیک په هکله یې معلومات نشته. همکارانو یې د اغلې رحیمي نیول کېدل تایید کړي دي.

پوپل‌زۍ او رحیمي په تېره میاشت کې کابل کې په یو لړ اعتراضونه کې ګډون کړی و.

دغه اعتراضونه د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د محدودیتونو، پر کاج ښوونیز مرکز د برید او له کابل پوهنتون څخه د یو شمېر نجونو محصلانو د ایستلو پروړاندې ترسره شوي وو.

پروین سادات

په همدې حال کې دوې ورځې مخکې هم کابل کې د ښځو حقونو د فعالې پروین سادات یو غږیز پیغام خپور شوی دی چې په وېره او ژړا کې وایي دوه طالبان راغلي ښایي هغه له ځان سره بوزي.

تر اوسه رسمي سرچینو او طالبانو د پروین سادات نیول کېدل نه دي تایید کړي.

اغلې سادات ته د نږدو سرچینو په وینا هغه د ضمانت او چوپتیا په بدل کې او په دې شرط چې نور به د طالبانو پر ضد څه نه وایي او څه به نه کوي خوشې شوې ده.

وموغوښتل د ښځو حقونو د فعالانو د نیول کېدو په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر ولرو؛ خو بریالی نه شوو.

ذبیح‌الله مجاهد موده مخې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې «دغه ښځې له بهر څخه هدایت کېږي او ورته ویل کېږي چې اعتراض وکړئ» ترڅو بې‌باوري رامنځته شي.

د روانې اونۍ پر دوشنبې ورځ د افغانستان یو شمېر ښځینه اعتراض کوونکو د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د «۱۰۰ لیکونو» په نوم یو نوی کمپاین پيل کړی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښځو د ځپلو له امله د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

په دې لړ کې، د نړیوالې ټولنې غوښتنو او د ښځو حقونو د فعالانو حق غوښتنو، پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د محدودیتونو پر کمولو کې کومه اغېزه نه ده لرلې.