لویدیځه اسیا

پنټاګون: پر ایران د بریدونو بیا پیلولو ته پوره چمتو یو

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، که چیرې له تهران سره روانې خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسیږي، واشنگټن چمتو دی چې پر ایران خپل پوځي بریدونه سمدستي بیا پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماټان د جدي اختلافاتو د حل کولو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره پر هڅو بوخت دي.

هیګسیټ په سنګاپور هېواد کې د اسیایي هېوادونو د دفاعي او امنیتي مشرانو په کلنۍ ناسته «شنګریلا ډیالوګ» (Shangri-La Dialogue) کې د وینا پر مهال وویل: «که اړتیا پېښه شي، موږ د بریدونو د بیا پیلولو پوره وړتیا لرو. په سیمه او ټوله نړۍ کې زموږ د وسلو او مهماتو زېرمې د دې کار لپاره پوره او مناسبې دي، له همدې امله موږ په خورا ښه نظامي دریځ کې قرار لرو.»

د پنټاګون مشر زیاته کړه چې له ایران سره د جګړې سربېره، امریکا د اسیا-پاسفیک (بحر الکاهل) سیمې امنیتي مسایلو ته هم پوره متوجه ده.

هغه وویل: «موږ کولای شو په یو وخت کې دوه کاره پر مخ یوسو؛ موږ همدا اوس خپل دفاعي صنعتي بنسټونه دومره پیاوړي کړي چې ډېر ژر به زموږ د باروتو او مهماتو تولید ۲، ۳ او ۴ چنده زیات شي، ترڅو په ټوله نړۍ کې زموږ نظامي پلانونه په پوره توګه اکمال شي.»

د امریکا د دفاع وزیر پخپلو خبرو کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په‌دې برخه کې “حوصله” لري او غواړي یوه داسې “لویه هوکړه” لاسلیک کړي چې ډاډ ترلاسه شي ایران به هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ په بیړنۍ خونه کې د ایران د ۶۰ ورځني اوربند د غځولو د طرحې پر سر دوه ساعته غونډه وکړه، خو وروستۍ پرېکړه یې لا نده اعلان کړې.

د امریکا او اسراییلو لخوا د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پیل شوې جګړې تر اوسه په ایران او لبنان کې زرګونه کسان مړه کړي او د هرمز تنګي د بندښت له امله یې د نړۍ اقتصاد ته سخت زیان رسولی دی.