بیجینګ ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له سفر وروسته، چین او پاکستان په یوې ګډې اعلامیه کې د افغانستان په اړه د نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی او په سیمه کې یې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده.
دواړو لوریو د چین، طالبانو او پاکستان ترمنځ د هغې غیررسمي درې اړخیزې ناستې هرکلی کړی چې د تېرې اپرېل میاشتې په ترڅ کې د چین په ارومچي ښار کې جوړه شوې وه او ویلي یې دي چې د افغانستان د مسایلو په تړاو به خپل نږدې ارتباط او همغږۍ ته دوام ورکړي.
پهدې اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو د کړکېچ پر مهال د خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې د چین د منځګړیتوب او رول ستاینه کړې ده.
په بیانیه کې راغلي: «دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان د مسئلې په اړه په دوامداره توګه په نږدې ارتباط او همغږۍ کې پاتې شي.»
چین او پاکستان دغه راز ټینګار کړی چې باید د سیمې د هېوادونو له خاورې څخه د ګاونډیانو د ګواښلو او د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره د وسلهوالو ډلو د استفادې مخنیوی وشي.
په دغې اعلامیه کې په ځانګړې توګه د پاکستان د تحریک طالبان (TTP) او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) نومونه یاد شوي او ویل شوي، هېڅ فرد، ډلې یا سازمان ته باید اجازه ورنکړل شي چې د سیمې د هېوادونو خاوره د وسلهوالو فعالیتونو یا د ثبات د ګډوډولو لپاره وکاروي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان تل ادعا کړې چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (TTP) په مهارولو کې پاتې راغلي او دا ډله د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته د بل چا پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
چین هم په وار وار د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
بیجینګ دا ډله په جلا غوښتونکو او وسلهوالو فعالیتونو تورنوي او له طالبانو یې غوښتي چې د چین د امنیتي ګټو په وړاندې د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي.
پهدې اعلامیه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چین د منځګړي په توګه د رول په پراخېدو هم رڼا اچول شوې ده.
چین په وروستیو میاشتو کې د څو درې اړخیزو ناستو کوربهتوب کړی چې موخه یې د مرزي نښتو او د پاکستان له پوځي عملیاتو وروسته د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي کمول دي.
که څه هم په اعلامیه کې د افغانستان په اړه کومې نوې هوکړې ته اشاره نده شوې، خو دواړو هېوادونو د سیمې د امنیت پر اهمیت او له طالبانو سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
