د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی، چې محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربهتوب په یو نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی.
د دغه وزارت په وینا، پهدې نړیواله ناسته کې به د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون او د ګډو امنیتي ننګونو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د دفاع وزیر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو تر دې وړاندې څو ځلې په افغانستان کې د هغو وسلهوالو ډلو د شتون او فعالیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې، چې د سیمې او په ځانګړې توګه د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو وویل چې د دوی د اټکلونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د ۲۰ په شاوخوا کې په بېلابېلو وسلهوالو ډلو کې «له ۱۸ څخه تر ۲۳ زرو پورې وسلهوال» فعالیت لري.
ښاغلي شویګو په بیشکیک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د منشيانو په ناسته کې ویلي وو: «په ټولیزه توګه، د بېلابېلو ارزونو پر بنسټ، په افغانستان کې له ۱۸ څخه تر ۲۳ زرو پورې وسلهوال جنګیالي شتون لري چې په ۲۰ بېلابېلو ډلو کې تنظیم شوي دي.»
نوموړي له افغانستان څخه پېښېدونکو ګواښونو ته په اشارې سره زیاته کړه: «د شانګهای سازمان په جغرافیا کې د امنیت د تامین لپاره د افغانستان وضعیت ځانګړی ارزښت لري؛ په ځانګړې توګه د ترهګرۍ او د نشه یي توکو د قاچاق ګواښونه چې له دغه هېواده سرچینه اخلي.»
د روسیې د امنیت شورا منشي دغه راز وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه شاوخوا ۳ زره غړي لري او زیاته یې کړه: «دغې ډلې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۲ لوی بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۴۰ پوځیان او ۲۵ ملکي کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.»
د هغه په وینا، همداراز افغانستان ته له سوریې څخه د اویغوري، تاجک او ازبک جنګیالیو د ورتګ د کچې زیاتوالی هم لیدل شوی دی.
