امنیت

په ننګرهار کې د ځمکې پر سر د دوو وروڼو په نښته کې ۳ کسان وژل شوي

انځور، ننګرهار

د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر په شوې نښته کې ۳ کسان وژل شوي او ۲ تنو نور هېوادوال ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د دغې پېښې د تاییدولو پر مهال ویلي، چې دا خونړۍ نښته د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند په «بامخېل» کلي کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د دوو وروڼو ترمنځ د ملکیت او ځمکې د جنجال له امله پېښه شوې، چې د دواړو لوریو د وسله‌والې نښتې لامل شوې او درنه مرګ ‌ژوبله یې اړولې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي کسانو د دغې پېښې په تړاو یو تن نیولی او د پېښې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وایي د دغې قضیې د دویم تورن د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په‌دې وروستیو کې په هېواد کې جنایي پېښې، هدفي ترورونه، مرموزې وژنې او کورنی تاوتریخوالی په بې‌ساري توګه زیات شوي، چې ډېری وخت د ځمکو، شخصي دښمنیو او کورنیو اختلافاتو له امله له هېوادوالو قرباني اخلي.