سیاست

اردوغان ټرمپ ته: د ایران په تړاو شته ستونزې د حل وړ دي

انځور- ارشیف څخه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه ټیلیفوني مکالمه کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند د غځولو د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو ترمنځ جنجالي مسایل د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

ترکیه چې د ناټو غړی او د ایران ګاونډی هېواد دی، په سیمه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره له واشنګټن، تهران او منځګړي هېواد (پاکستان) سره په نږدې اړیکه کې ده او د دواړو لورو ترمنځ یې د پیغامونو د لېږدولو رول لوبولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، له ایران سره مذاکرات «وروستیو پړاوونو» ته رسېدلي، خو خبرداری یې ورکړی و که تهران د سولې هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو پر دغه هېواد به نوي بریدونه پیل شي.

د ترکیې د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې، اردوغان په‌دې خبرو کې په سوریه کې د ثبات بیا راګرځېدل د سیمې لپاره لویه لاسته راوړنه بللې او دغه راز یې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې په دوام، په لبنان کې د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

اردوغان همدا رنګه ټرمپ ته وویل چې په انقره کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې لپاره چمتووالی روان دی.

بلخوا ټرمپ له اردوغان سره خپلې خبرې «خورا ښې» بللې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه نږدې اړیکې لري.