د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې ۴۹۱ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې ۳۷۹ کسان د تورخم او ۱۱۲ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته رارسېدلي دي.
طالبانو د پاکستاني پولیسو له لوري د دغو افغانانو د نیول کېدو لامل د استوګنې د قانوني اسنادو نشتوالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، تل له هېواده بهر د افغان بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه کلکې نیوکې شتون لري.
ځینې پوهان د یوه مشروع دولت نشتوالی او د خلکو پر وړاندې د ځواب ویونکي نظام نهموجودیت په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د بېسرنوشتۍ اصلي لاملونه بولي.
