بشري حقوق

ریچارډ بېنټ: په افغانستان کې «جنسیتي اپارټایډ» دې په رسمیت وپېژندل شي

انځور- د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ د فرانسې ملي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو لپاره هڅې دوام ومومي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت، په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي سخت محدودیتونه، د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

ښاغلي بېنټ وویل، له واقع‌بینۍ سره سره باید په افغانستان کې دننه د خلکو د هیلو ژوندي ساتلو او پیاوړتیا ته پام وشي.

د هغه په وینا، د هېواد دننه وګړي هیلې ته اړتیا لري او له هېواده بهر افغانان (ډیاسپورا) کولی شي د دغې هیلې په پیاوړتیا او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

ریچارډ بېنټ فرانسې ته د خپل سفر موخه د افغان کډوالو د لیدلورو او غوښتنو اورېدل وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د فرانسې او نړیوالې ټولنې د سیاستونو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړي.

دا څرګندونې په پاریس کې د فرانسې په پارلمان کې د «افغانستان ۲۰۲۶: بېړنی بشري وضعیت او سیاسي حل‌لاره» تر عنوان لاندې په دوه ورځنۍ ناسته کې وشوې.

په دغه ناسته کې د فرانسوي چارواکو ترڅنګ، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر پخوانیو افغان څېرو هم ګډون کړی و.

په غونډه کې همداراز د افغانستان په اړه د یوې پارلماني کاري ډلې پر جوړېدو او مدني فعالانو او خبریالانو ته د بشري ویزو پر دوام هم وړاندیزونه وشول.