د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې (ایچ آر ډبلیو) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت لخوا د بهرنیو مرستو ناڅاپي بندېدو په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو فعالیتونه او په نښه شوي کسان له سخت خطر سره مخ کړي دي.
د دغه بنسټ په وینا، د مرستو له درېدو سره د سرغړونو څېړنې په ټپه درېدلې، د قربانیانو ملاتړ کم شوی او ډېری حقوقي بنسټونه د فعالیتونو محدودولو یا تړلو ته اړ شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د واشنګټن دا پرېکړه د نړۍ د مستبدو واکمنانو لپاره یو ښه زیری و، ځکه اوس د هغوی د ظلمونو مستند کول او هغوی ځوابوینې ته راکش کول تر بل هر وخت ستونزمن شوي دي.
دا ۴۲ مخیز راپور چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۶ هېوادونو وضعیت څېړي، ښيي چې د امریکا د «یو اس اېډ» (USAID) ادارې د بودیجې کمښت د رسنیو پر ازادۍ، ډیجیټلي امنیت او عدالت غوښتنې ناوړه اغېزه کړې ده.
که څه هم هیڅ حکومت په قانوني ډول د مرستو ورکولو ته اړ نه دی، خو د بشري حقونو څار ټولنه وايي چې د امریکا دا بېباکه چلند د وړاندوینې وړ زیانونه اړولي دي.
دغه بنسټ د امریکا له کانګرس او نورو مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د بشري حقونو له خوځښتونو سره خپلې مرستې بیا پیل کړي، ترڅو د نړیوالو حقوقي ارزښتونو د پاشل کېدو مخه ونیول شي.
