کډوالي

په دوو اونیو کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱۲۷۰۰۰ ډېر کسان راستانه شوي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) وايي چې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر د اپریل میاشتې په دویمه نیمایي کې په بې‌ساري ډول زیات شوی، تر دې چې په دغه موده کې له ۱۲۷۰۰۰ څخه ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه بنسټ وايي چې دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. د یاد بنسټ په وینا، په دغه موده کې ۱۶ زره او ۸۱۹ کورنۍ هم په دغو راستنېدونکو کې شاملې وې.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې په دې موده کې د افغانستان سویلي او ختیځ کې له ګاونډ سرلارې  له سخت فشار سره مخ وې.

د دې شمېرو پر بنسټ، له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل ۱۱۷ سلنه زیات شوي او تورخم دروازه د ۹۰ زره کسانو په راوښتو سره، د خپلو تر ټولو بوختو ورځو شاهده وه.

ورته مهال، له ایران څخه هم د راستنېدو لړۍ د پام وړ زیاته شوې او د ۱۴۲ سلنې ودې سره، شاوخوا ۳۵ زره کسان له دغه هېواد څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

د راستنېدونکو په ډیموګرافیک (نفوس شمېرنې) جوړښت کې، بالغان نارینه تر ټولو لویه برخه جوړوي؛ په دې ډول چې له ایران څخه د راستنېدونکو ۸۰ سلنه او له پاکستان څخه ۵۳ سلنه نارینه دي.

په مقابل کې، بالغې ښځې له ایران څخه د راستنېدونکو ۵ سلنه او له پاکستان څخه ۱۱ سلنه جوړوي.

همدارنګه د هلکانو ونډه له ایران څخه ۱۱ سلنه او له پاکستان څخه ۱۹ سلنه، او د نجونو ونډه په ترتیب سره ۴ او ۱۷ سلنه راپور شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو ټول شمېر شاوخوا ۳.۳ میلیونو کسانو ته رسېدلی؛ چې له دوه میلیونو ډېر له ایران او نږدې یو میلیون او ۳۰۰ زره کسان له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې حال کې، په ایران او پاکستان کې میشت ځینې افغان وګړي د اجباري ایستلو د بهیر پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او وايي چې اجباري راستنېدل هغوی له امنیتي او معیشتي ننګونو سره مخ کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د کډوالو د راستنېدو له امله د نفوس زیاتوالی، په افغانستان کې د سړي سر عاید د ۵.۶ سلنې کموالي لامل شوی او پر کورنیو یې اقتصادي فشار نور هم زیات کړی دی.