افغانستان ښځې

د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ددغه هېواد د استازو جرګې د یوه چارواکي لیک

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مکال، په هغه لیک کې چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ښځو چارو د دفتر لوړپوړې مسوولې کاترینا فتووات ته یې لېږلی په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګنده کړې ده.

په دې لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو د ځپلو په اړه پر طالبانو خپله څارنه زیاته کړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميټې رییس وایي چې د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، افغان مېرمنې له ټولنې حذف شوې او له دوولس کلنۍ پورته نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او طالبان افغانستان داسې ځپونکي وضعیت ته بیایي چې نړیواله ټولنه یې حیرانه کړې ده.

ددې لیک په یوه برخه کې راغلي: «لکه څنګه چې پوهېږئ، کانګرس د اساسي قانون پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت په شان فډرالو آژانسونو د څارنې دنده لري او ددې مسوولیت په اجرا کې ددغې کمیټې غړي د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په هکله د بایډن ادارې له عمل سره د خبرو د نه تطبیق له امله سخته اندېښنه لري. په داسې حال کې چې انتوني بلینکن ادعا کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره د پرمختګ، کار او زده کړو د هڅو لپاره ژمن دي چې دا اداره پر تخلیې او غمیزې راوړونکو سیاسي پرېکړو څارنه لري.»

په دغه لیک کې همداراز راغلي چې د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس د لېږد بهیر چې لږ سلنه مېرمنې پکې وې، تر پوښتنې لاندې یې راوستی دی.

د امریکا د کانګرس ددې غړي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې د لېږد په بهیر کې یوازې ۲۵ سلنه افغان ښځې او نجونې شاملې وې.

له بلې خوا، یو پخوانی دیپلومات وایي چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه به هېواد شاته بوځي.

پخوانی دیپلومات نورالله راغي وايي: «هغه څه چې افغان مېرمنې ورسره لاس وکرېوان دي د نړۍ په تاریخ کې بې مخینې دي او افغان مېرمنې له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو برخو په بشپړه توګه حذف شوې دي. افغان مېرمنې تفرېح ځایونو او ورزشي کلپونو ته د تلو اجازه نه لري. آن د خپلو جامو یا بوټانو د انتخاب حق نه لري. دا موضوع د نړۍ په تاریخ کې بې مخینې ده. د پوهانو په وینا چې نه یوازې په دې هېواد کې هېڅ پرمختګ نه کېږي بلکې د ناورین او غمیزې په لور به ولاړ شي.»

له بلې خوا، په افغانستان کې یو شمېر مدني فعالین هم د طالبانو پر کړنو نیوکه کوي.

مدني فعاله سونیا نایل وایي چې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، د ښځو کاري محدودیت او اوس نوي محدودیتونه چې ښځې یې پارکونو او سپورتي کلپونو ته له تلو او نورو مسایلو بې برخې کړي دي. د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي.

تازه په افغانستان کې ښځې پارکونو ته له تلې منع شوې او د طالبانو دا پرېکړه د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

له دې مخکې لسګونه زره نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې شوې وې او تراوسه له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه پرېکړه نه ده شوې.