کډوالي

طالبان: د قطر کیمپ کې میشت افغانان دې هیواد ته راستانه شي

انځور- له دویچوله څخه ، ارشیف

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د هغو راپورونو په غبرګون کې چې وايي د ټرمپ اداره په پام کې لري په قطر کې مېشت افغان پناه غوښتونکي دیموکراتیک کانګو ته ولېږدوي، ویلي چې افغانستان اوس یو خوندي هېواد دی او له دوی یې غوښتي چې بېرته خپل وطن ته راستانه شي.

بلخي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې اوس د «هیڅ چا لپاره امنیتي ګواښ نشته» او هیڅوک اړ نه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده ووځي.

په دغه بیان کې زیاته شوې: «که څوک بل هېواد ته د تګ اراده لري، کولای شي په مناسب وخت کې د قانوني لارو او عزت سره سفر وکړي.»

د بلخي په بیان کې وړاندې راغلي: « د افغانستان اسلامي امارت د دوه اړخیزو قونسلي اړیکو او یو منظم میکانیزم په چوکاټ کې، د خپلو هېوادوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولو هېوادونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امریکايي سناتورانو د ټرمپ د ادارې پر یاد پلان سختې نیوکې کړې دي.

سناتورانو ویلي، دا افغانان چې د امریکا د جګړې د وخت متحدین ګڼل کېږي، اوس له یوې سختې دوه لارې سره مخ دي: یا د طالبانو تر واک لاندې راتلل چې د دوی په باور «مرګ حتمی» دی، او یا هم د یوه بل کړکېچن هېواد (کانګو) په لور لېږد.

نیویارک ټایمز مخکې راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره له کانګو سره په خبرو بوخته ده، څو په قطر کې مېشت د امریکا د جګړې د وخت متحدین هلته ولېږدوي.

په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ «افغان ایوک» وايي، په قطر کې ۱۱۰۰ تنه افغان متحدین مېشت دي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هلته لېږدول شوي وو.

دا پرېکړه د امریکايي سناتورانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او د ټامي ډاکورث، ټیم کین، اډ مارکي او جف مرکلي په ګډون یو شمېر سناتورانو د دې لړۍ د درېدو غوښتنه کړې ده.