کډوالي

پولنډ د محکمې د توقف امر سربېره درې تنه افغانان وایستل

انځور- له پولنډ څخه د افغانانو اېستل, ارشیف څخه

پولنډ د بشري حقونو د اروپايي محکمې له لوري د ایستلو د مخنیوي له امر سره سره، د افغانستان درې وګړي کابل ته ستانه کړي دي. پولنډي رسنیو راپور ورکړی چې دغه افغانان لومړی په پوځي الوتکه کې ازبکستان او بیا کابل ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د هغو کسانو وکیلانو چې ټاکل شوې وه وایستل شي، د پولنډ پوله ساتو ځواکونو ته خبر ورکړی و چې د بشري حقونو اروپايي محکمې د دې پرېکړې د پلي کېدو مخه نیولې ده؛ خو له دې سره سره د دوی ایستل ونه درېدل.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع په رسمي توګه ومنله، خو وايي له نهو تنو څخه درې تنه کابل ته ستانه کړل شول.

د پولنډ پوله ساتو ځواکونو ادعا کړې چې د بشري حقونو د محکمې پرېکړه ورته په خپل وخت نه وه رسېدلې. دوی دا هم ویلي چې دغه درې افغانان د «ناغوښتلو کسانو» په لېست کې شامل وو.

تېره جمعه، د اپریل په ۱۰مه، د پولنډ پوله ساتو ځواکونو غوښتل چې د نهو افغانانو یوه ډله وباسي. د دغو افغانانو وکیلان دا اقدام د نړیوالو قوانینو له مخې «ستونزمن» بولي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو بهیر چټک کړی او ځینې هېوادونه د دغو کډوالو د انتقال په موخه له طالب چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي.

له دې وړاندې د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی و چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو د بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اندېښنو سره سره، په پام کې لري چې د طالبانو له استازو سره د کډوالو د ایستلو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د راپور پر بنسټ، دا ناسته به د هغو افغانانو پر ایستلو متمرکزه وي چې په اروپايي ټولنه کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.

ویل کېږي چې د طالبانو دغه پلاوی به «تخنیکي» وي او د اروپايي کمېسیون او ځینو غړو هېوادونو لخوا همغږي کېږي.

یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې اروپايي چارواکي د کابل هوایي ډګر د ظرفیت، پروازونو او د ستنو شویو کسانو د برخلیک په اړه له طالبانو سره مالومات راټولوي. دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه د اروپايي ټولنې کمېسیون تر اوسه طالب چارواکو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې.