د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه او بېړني اقدام کې د بشري حقونو د مدافع او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر پرلپسې او خپلسرې نیونې د اندېښنې وړ بللي دي.
د دې سازمان د راپور له مخې، علي وزیر د تېرې مارچ میاشتې په شپاړسمه نېټه له هغه وروسته چې د سند های کورټ لخوا ورته ضمانت ورکړل شو او له زندانه خوشې شو، تر څلورو ساعتونو کم وخت کې د پولیسو لخوا بیا ونیول شو.
پر نوموړي تور لګول شوی چې ګواکې د دولتي ادارو پر ضد یې د کرکې او بغاوت لپاره ویناوې کړې دي، خو د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي چې دا تورونه د یوې سیاسي کړۍ برخه ده چې یوازینی هدف یې د نوموړي غږ غلی کول دي.
علي وزیر له ۲۰۲۴ کال راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې په تر لسو ډېرو قضیو کې بندي ساتل شوی دی او اوسمهال د دادو په زندان کې له سختو روغتیايي ستونزو لکه د شکرې ناروغۍ، د وینې لوړ فشار او د زړه له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی.
د دې سازمان په وینا، د زندان د نامناسبو شرایطو او د طبي پاملرنې د نشتوالي له امله د هغه د سترګو لید هم د کمزورتیا په حال کې دی، خو له دې سره سره ورته مناسبه روغتیايي پاملرنه نه کېږي.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې علي وزیر دې له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي، پر وړاندې دې ټول تورونه لغوه کړي او تر خوشې کېدو پورې دې د هغه د درملنې، کورنۍ او وکیلانو سره د لیدنې حق خوندي کړي.
ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مسؤلین وايي چې حکومتي واکداران باید پوه شي چې د زندانونو، دروغجنو مقدمو او زور له لارې د ولس د حق غږ نه شي ځپلای. د دوی په وینا، علي وزیر د ولس غږ دی او دغه غږ د بند او جبر په وسیله نه شي بندېدای.
دوی د پاکستان پر حکومتي مسوولینو غږ کړی چې نوموړی دې ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ټینګار کوي چې د هر ډول ظلم او جبر پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، ځکه د دوی په وینا، د حق، عدالت او عزت لپاره مبارزه هېڅکله نه درېږي.
علي وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر دی، کلونه یې د پښتنو د حقونو، جبري لادرکۍ او ماورای قضا وژنو پر ضد مبارزه کړې ده او په دې لاره کې یې د خپلې کورنۍ ډېر غړي هم له لاسه ورکړي دي.
