بشري حقوق

افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن پخوانی اسټرالیايي سرتېری په ضمانت ازاد شو

انځور- د اسټرالیا د پوځ سرتېری کارپورل بنیامین رابرتس-اسمیت.

په اسټرالیا کې یوې محکمې نن جمعه پرېکړه وکړه چې پخوانی سرتېری «بن رابرتس-سمیت» په ضمانت له بنده ازاد کړي.

رابرتس-سمیت په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د بې وسلې افغان بندیانو په وژلو تورن دی.

دا ۴۶ کلن پخوانی سرتېری د جنګي جرمونو په تړاو د قتل له پنځو تورونو سره مخ دی. دا پېښې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د حضور پر مهال رامنځته شوې دي.

د سیډني ښار یو قاضي حکم وکړ چې هغه له لس ورځني بند وروسته ازادېدلی شي، ځکه د دغې قضیې څېړل ممکن کلونه وخت ونیسي.

څارنوالان وايي چې ده په خپله په وژنو کې لاس درلود او یا یې خپلو لاس لاندې سرتېرو ته د وژلو امر کاوه.

بن رابرتس- سمیت په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د خپل فعالیت له امله د اسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي مډال «ویکتوریا کراس» ګټلی و، خو په ۲۰۱۸ کال کې څېړنیزو راپورونو د هغه پر اعتبار پوښتنې راپورته کړې او هغه یې له جنګي جرمونو سره وتړلو.

که څه هم نوموړي دا تورونه رد کړي، خو په ۲۰۲۳ کال کې یوې محکمې د رسنیو پر وړاندې د هغه د ادعا په تړاو وویل چې د ده په اړه خپاره شوي راپورونه تر ډېره سم وو. که دا تورونه پرې ثابت شي، ښايي د ټول عمر لپاره زنداني شي.

اسټرالیا د تېرو دوو لسیزو په جریان کې د امریکا او ناټو په چوکاټ کې نږدې ۳۹ زره سرتېري افغانستان ته لېږلي وو، چې اوس یې د ځینو ځانګړو ځواکونو له خوا د غیرقانوني وژنو او شکنجو په اړه پراخې څېړنې روانې دي.