د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د ګازو د نللیکې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د هري پور د پولیسو مشر (DPO) شفیع الله ګنډاپور رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د حتار په صنعتي سیمه کې د ګازو د نللیکې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د پېښې له ځایه ۵ جسدونه کوټ نجیب الله روغتون او ۳ نور ټراوما سنټر ته لېږدول شوي دي.
چارواکو زیاته کړې د پولیسو او اور وژنې ډلو له پنځو بېلابېلو ولسوالیو څخه په ګډه د اور په مړ کولو او د خلکو په ژغورلو کې برخه اخیستې ترڅو وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.
هغوی وايي چې اورلګېدنه خورا سخته وه، خو د مرستندویه ډلو د هڅو په پایله کې وتوانېدل چې نورو ځایونو ته د اور د خپرېدو مخه ونیسي.
د پېښې ټپیان دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د ځینو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی
