په سمنګان کې یو ۳۵ کلن سړی په خپل کور کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت په «اکبر اباد» سیمه کې د یاد سړي د کور دننه شوې ده.
طالبانو د دغه سړي نوم فتحالله د محمد اشرف زوی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې هغه په ایبک ښار کې د یوه سرای د ساتونکي (چوکیداري) مسوولیت پر غاړه درلود.
د دغو ډزو لامل لا روښانه نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې پر خلکو باندې د ډزو پېښې زیاتې شوې دي او په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه په هرات او بغلان کې وژل شوي دي.
سرچینو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې په هرات کې پر ملکي وګړو ډزې «مرموزې» دي او ډېری قربانیان یې د هېواد د اهل تشیع وګړي دي.
د دغې پېښې په تعقیب چې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، د هرات یو شمېر اوسېدونکو د قربانیانو د مړیو په لېږدولو سره لارو کوڅو ته راووتل او د «تروریزم ضد» شعارونه یې ورکړل.
