امنیت

د هرات د وسله‌والې حملې قربانیان څوک وو؟

A file photo of victims of Herat attack.

د ځايي سرچینو او اوسېدونکو لخوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې د هرات د وسله‌والې حملې په قربانیانو کې دوه ښځې، څو تنه نارینه او یو ۱۸ کلن تنکی ځوان شامل دي.

د سرچینو د شمېرو له مخې، په دې حمله کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي؛ خو یوناما بیا د وژل شویو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېر هم ۱۱ تنه ښودلی دی.

دا حمله د جمعې ورځې له غرمې وروسته د «ده‌ميري» په کلي کې د اهل تشیع وګړو د یوه زیارت په نږدېوالي کې وشوه.

د شته معلوماتو پر بنسټ، د یوې کورنۍ درې غړي چې پلار او دوه زامن وو، په دې پېښه کې وژل شوي دي.

دا کسان ۶۳ کلن سلطان احمد اکبري او د هغه دوه زامن علي‌اکبر او رضا اکبري وو. د دې کورنۍ د نږدې کسانو په وینا، رضا اکبري ۳۸ کلن و او سلطان احمد اکبري د سیمې له قومي مخورو څخه و.

د قربانیانو په منځ کې د یوې بلې کورنۍ غړي هم شامل دي، چې په کې ۱۸ کلن زده‌کوونکی امیر علي رسولي، د هغه مور معصومه رسولي او خور یې هما رسولي شامل دي. همداراز د امیر علي تره محمدرضا رسولي هم په دې حمله کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د درېیو نورو قربانیانو هویت داسې ښودل شوی: ۳۵ کلن عبدالقدیر چې د ټاپي (TAPI) پروژې پخوانی کارمند و؛ علي‌اکبر محمدي چې ازاد شغل یې درلود؛ او ۴۴ کلن عبدالقدیر دلاوري.

ځايي سرچینې وايي چې د دې پېښې ټول قربانیان د اهل تشیع غیرنظامیان وو چې سیمې ته د چکر او ساتېرۍ لپاره تللي وو.

د واقعې له پېښېدو دوه ورځې تېریږي، خو لا هم کومې ډلې د هغې مسوولیت نه دی منلی. تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو د دې حملې د هراړخیزې څېړنې غوښتنه کړې وه.

طالبانو ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې یو تن نیولی، خو د هغه په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، ټاکل شوې ده چې د قربانیانو جسدونه د سې شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.