د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې ښځې او نجونې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتوالي له امله تر ټولو ډېر زیانمنې شوې دي.
دا راپور چې د افغانستان د جنسیتي عملیاتي همغږۍ ډلې لخوا د «جنسیتي خبرداري» تر عنوان لاندې چمتو شوی، ښيي چې په ډيورنډ کرښې ته څېرمو سیمو کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله له زیانمنو شویو نږدې ۹۰ زره کسانو څخه تر نیمايي ډېرې یې ښځې او نجونې دي. همداراز د زیانمنو شویو کورنیو نږدې لسمه برخه د ښځو لخوا اداره کېږي.
دا تحلیل د تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې د هغو سختو نښتو پر پایلو تمرکز کوي چې هوايي بریدونه، د توپخانې ډزې، ډرون بریدونه او ځمکني جنګونه پکې شامل وو او د افغانستان او پاکستان د فرضي پولې په اوږدو کې یې لږ تر لږه ۱۰ ولایتونه اغېزمن کړي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه تاوتریخوالي د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه لا پسې سخت کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تګ راتګ، کار او ټولنیز ژوند کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او اوسنیو حالاتو د جګړې بشري عواقب لا پسې خراب کړي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ښځې له ګڼاړخیزو ننګونو سره مخ دي چې پکې بېځایه کېدل، د کورونو ویجاړېدل او د عایداتي سرچینو له لاسه ورکول شامل دي.
دا ستونزې د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو له امله لا ډېرې شوې دي؛ هغه محدودیتونه چې د کار موندلو، مرستو ته د لاسرسي او یا خوندي سیمو ته د لېږد په برخه کې د دوی وړتیا راکموي.
په راپور کې راغلي: «اضافي خنډونو — په شمول د ښځو پر تګ راتګ لګول شوي محدودیتونه — اقتصادي او ټولنیز فشارونه لا زیات کړي دي.»
مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا کړکېچ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې وضعیت له مخکې نازک و او بنسټیزو خدماتو او اقتصادي فرصتونو ته د ښځو لاسرسی په کلکه محدود و. په پایله کې، حتی لنډمهاله بېځایه کېدل یا د عاید له لاسه ورکول هم کولای شي اوږدمهاله ناوړه پایلې ولري.
په دغه راپور کې د ښځو او نجونو ځانګړو اړتیاوو ته په کتو د هدفمندو مرستو پر وړاندې کولو ټینګار شوی؛ چې پکې بیړنۍ بشري مرستې او د اقتصادي زیانمننې او محافظتي خطرونو د کمولو لپاره اوږدمهاله اقدامات شامل دي.
دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د سیمې د ثبات او د دغو نښتو د بشري عواقبو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
