د متحده عربي اماراتو یوې بشري ادارې اعلان کړی چې افغانستان ته یې په یوې ځانګړې الوتنه کې ۹۶ ټنه بیړني درمل او حیاتي طبي تجهیزات لېږدولي دي. دغه مرستې د دوبۍ له «ال مکتوم» هوايي ډګر څخه کابل ته استول شوې دي.
په دغې محموله کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، بې پولې ډاکټرانو (MSF) او یونیسف (UNICEF) طبي توکي شامل دي.
د راپورونو له مخې، تمه ده دا مرستې په راتلونکو دریو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۲۵۰ زرو ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د درملنې په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي.
د یادې ادارې مسوولینو ویلي چې د دې اقدام هدف په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو ملاتړ او د مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو پر وخت پوره کول دي.
هغوی ټینګار کړی چې په هوايي او ځمکنیو لارو به افغانستان ته د حیاتي مرستو د رسولو لړۍ لا ګړندۍ کړي.
