روغتیا

د افغانستان د تحلیل شبکه: د افغان ښځو روغتیايي وضعیت په بې ساري توګه خراب شوی دی

انځور- د روغتیا نړیوال سازمان څخه

د افغانستان د تحلیل شبکې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د ښځو روغتیايي وضعیت له خورا سختو ګواښونو سره مخ شوی او ورځ تر بلې په «خرابېدو» دی.

د دغې شبکې په وینا، په لېرو پرتو او کلیوالي سیمو کې ښځو ته د روغتیايي اسانتیاوو رسول تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي؛ ځکه ګڼ کلینیکونه تړل شوي، د ښځینه ډاکټرانو سخت کمښت دی او خراب اقتصادي وضعیت کورنۍ د ترانسپورت د لګښت ورکولو څخه عاجزې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د نویو ښځینه روغتیايي متخصصینو د روزنې لاره په بشپړ ډول بنده کړه او تر هغه وړاندې یې د ښځینه ډاکټرانو د زده کړو مخه نیولې وه.

راپور زیاتوي چې یوازې په کاپیسا ولایت کې ۲۰ داسې «سپینې سیمې» شته چې لږ تر لږه ۱۰ زره تنه په کې له خپلو کورونو څخه تر ۱۰ کیلومترۍ پورې هیڅ ډول روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري.

د بېلګې په توګه، د سیمې یوې امیندواره مېرمنې «سیما» ویلي چې د سیلابونو او سړک د خرابوالي له امله کلینیک ته نشي تللی او د تېرو ماشومانو زیږون یې په کور کې په خورا خطرناک حالت کې کړی دی.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د استازې موکتا شرما له قوله لیکلي، چې اوسمهال په هېواد کې د میندوارو میندو د مړینې کچه لوړه شوې او په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زیږونونو کې، د مړینې کچه له ۵۲۱ څخه ۶۲۰ میندو ته پورته شوې ده.

دا ارقام ښيي چې افغانستان د میندو د مړینې په برخه کې په نړۍ کې په لسو داسې هېوادونو کې شامل دی چې تر ټولو بد وضعیت لري.