روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

انځور- د ابوعلي سینا د دویم نندارتون د پرانیستې

په کابل کې د درملو د کورنیو تولیداتو، روغتیایي محصولاتو د پیاوړتیا او د درملنې د خدماتو د پراختیا په موخه، د ابوعلي سینا بلخي دویم درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون په رسمي توګه پرانیستل شو.

دغه نندارتون د کابل په حضوري چمن کې د افغانستان د نندارتونونو په نړیوال مرکز کې د غويي له ۲۹مې څخه د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې دوام لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، حمدالله زاهد د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د درمل جوړولو په صنعت کې څلور زره قلمه خام توکي لري، چې که پروسس شي هېواد به په ځان بسیا شي.

نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې پدې برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

دغه نندارتون د عامې روغتیا وزارت او د هېواد د درملو او روغتیایي محصولاتو د صنعتي ټولنې په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو او بندرونو له تړل کېدو وروسته، په هېواد کې د درملو بیې او د درملنې لګښتونه په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

د هېواد ډېری اوسېدونکي وایي چې په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې د درملنې د لګښتونو توان نلري. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو غوښتي وو چې د پاکستاني درملو له واردولو ډډه وکړي.