منځنی ختیځ

ملګري ملتونه: لبنان کې دبریدونو له امله سلګونه کسان وژل شوي

انځور له ارشیف څخه

 ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ پر لبنان د اسرائیلي پوځ هغه هوايي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله او ویجاړی رامنځته شوی دی. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې یوازې څو ساعته وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند خبر ورکړل شوی و.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږې کوونکې، جینین هینیس پلاسخارټ وویل: «دا حالت دوام نشي موندلی. هیڅ لوری نشي کولی د ډزو او بریدونو له لارې بریا ترلاسه کړي.»

په لبنان کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي مرستندویه چارواکي، عمران رېزا وویل چې اسرائیلي ځواکونو په یوازې ۱۰ دقیقو کې تر ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

هغه دا بمباري “ډراماتیکه او لویه” وبلله. که څه هم کره شمېرې نشته، خو اټکل کېږي چې په دغو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. په ټول لبنان کې روغتونونه له ناروغانو ډک شوي او د وینې د ورکړې عاجله غوښتنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو یوې بلې چارواکې، بلرتا الیکو وویل چې په پلازمېنه بیروت کې تر ۴۰ ډېر او په ټول هېواد کې په سلګونو بریدونه شوي دي. د سره صلیب عمومي رییس تر دې دمه د څه باندې ۳۰۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د راپورونو له مخې، د مارچ له ۲مې راهیسې په لبنان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۱۳۰ یې ماشومان دي.

د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۱.۲ ملیونو ته رسېدلی، چې دا د لبنان د ټول نفوس نږدې پنځمه برخه جوړوي. عمران رېزا زیاته کړه چې د چهارشنبې د ورځې بریدونه پرته له کومې مخکینۍ خبردارۍ او د سیمې د خالي کولو له امر پرته ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) وايي چې په بې‌ځایه شویو کې شاوخوا ۱۳۵۰۰ امیندواره ښځې شاملې دي.

په سویل کې ۱۷۰۰ میندې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي او ۲۰۰ نورې به په راتلونکو ۳۰ ورځو کې په داسې حال کې ماشومان وزېږوي چې روغتیايي مرکزونه پخپله تر بریدونو لاندې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تر اوسه پر روغتیايي مرکزونو ۱۰۶ بریدونه تایید کړي دي.

ملګري ملتونه په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د دې سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ تهران ته ورسېد ترڅو د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال، فرحان حق وویل: «د امریکا او ایران ترمنځ اوربند یو فرصت دی چې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د نورو انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره ترې ګټه واخیستل شي. اوس د خبرو وخت دی، ځکه دا شخړه پوځي حل‌لاره نه لري.»

له بلې خوا د ایران د پارلمان مشر او جګپوړي مذاکره کوونکي، محمد باقر قالیباف په یوه اعلامیه کې وویل چې اسرائیلو پر حزب الله د بریدونو په زیاتولو سره وار د مخه د اوربند شرایط مات کړي دي.

ورته مهال امریکا او اسرائیلو ویلي چې دوه اونیز اوربند پر لبنان نه پلي کېږي. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس په بوداپست کې خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم ایرانیانو داسې انګېرله چې اوربند لبنان هم شاملوي، خو داسې نه ده.»